امریکا تیره میاشت د مکسیکو سره په پولې کې ۲۱۰ زره کډوال نیولي

د متحده ایالاتو د سرحدي چارو مسؤلین وایي پولیسو تیره میاشت ۲۱۰ زره کډوال نیولي چې غوښتل یې د مکسیکو له لارې امریکا ته په غیرې قانوني توګه واوړي.

دا په تیرو شلو کالونو کې لومړی ځل دی چې په بې سابقې توګه دومره ډیر کډوال په یوه میاشت کې په سرحد کې نیول کیږي او د راتلونکو څو میاشتو لپاره د جمهور رئیس جو بایډن لپاره یو سرخوږی دی.

تیر کال په همدې میاشت کې د متحده ایالاتو سرحدي پولیسو ۱۶۹ زره کډوال د مکسیکو سره په ګډې پولې نیولي و چې غوښتل یې امریکا ته په غیرې قانوني توګه را واوړي خو سږ کال پکې ۲۴ په سلو کې ډیروالی راغلی.

تیر کال کډوالو چې ډیری یې د مرکزي او جنوبي امریکا د هیوادنو اوسیدونکي و زرګونه بې سرپرسته ماشومان د سرحدي پولیسو د ګزمو په پوستو کې چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې بیخي ډیره وه، پریښي و.

ټاکل شوې وه چې دا واړه ماشومان د حکومت لخوا جوړو شویو سرپناوو ته ولیږدل شي خو تر څو یې چې په کاغذونو کار کیده، د څو ورځو لپاره د سرحدي پولیسو په پوستو کې بند پاتې و.

جمهور رئیس جو بایډن چې پخپله دیموکرات دی د ۲۰۲۱ کال د جنوري د میاشتې راپدیخوا چې واک ته رسیدلی، ژمنه یې کړې چې د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ ځینې پالیسۍ چې ګمان کیده سختې دي، بدلې کړي خو بیا هم د ښاغلي بایډن اداره په سیاسي او عملیاتي توګه په سرحد کې د بې شمیر خلکو د راتګ له کبله د ستونزو سره مخ ده.

جمهوري غوښتونکي چې هیله لري د نومبر په میاشت کې کله چې د منځنې دورې انتخابات کیږي، د امریکا په کانګریس کې اکثریت څوکۍ وګټي او کنټرول تر لاسه کړي، وایي چې د ښاغلي بایډن لخوا د کډوالۍ د پخوانیو پالیسو له منځه وړلو له کبله خلک هڅول شوي چې په غیرې قانوني توګه امریکا ته راشي.

د جمهور رئیس جو بایډن د حکومت چارواکي هم وایي چې ښایي د هغو کډوالو شمیر چې په غیرې قانوني توګه امریکا ته د راتګ لپاره راخي، ډیر شي ځکه چې د امریکا د روغتیایي چارو مسؤلینو ویلي چې په سرحد کې به هغه امر نور د مې د میاشتې د ۲۳ مې نه وروسته نه عملي کیږي چې د کرونا د وبا پر وخت عملي کیده.

دغه امر چې ( ۴۲-ټایټل) نومیده په سرحد کې یې چارواکو ته اجازه ورکوله چې پنا غوښتونکي او کډوال د کرونا وبا د خپریدو د مخنیوي په خاطر په سمدستي توګه مسیکو ته ولیږي.

د نیمیايي څخه ډیر دغه کډوال چې تیره میاشت په سرحد کې نیول شوي، د مکسیکو، ګواتیمالا، هاندوراس او السلوادور اوسیدونکي دي خو سرحدي چارواکي وایي چې د اوکراین او روسیې په ګډون د ګڼ شمیر نورو لیرې هیوادنو څخه هم ډیر شمیر کډوال او پنا غوښتونکي نیول شوي.