یو پاکستاني پلار خپله لور په ټیک ټاک کې د ویدیوګانو خپرولو له کبله ووژله

د پاکستان په بلوچستان کې پولیس وايي چې یو پلار خپله ۱۵ کلنه لور له دې کبله وژلې ده،‌ چې په ټیک ټاک کې یې خپلې ویدیوګانې خپرې کړې وې.

پولیس وايي دغه پلار، چې خپله لور یې په چاقو وهلې او وژلې، د پنجشنبې په ورځ جنوري ۳۰ (سلواغه ۱۱) په کویټه کې محکمې ته حاضر کړل شو.

د خپلې لور په وژنې تورن کس انورالحق نومېږي او د متحدو ایالتونو تابعیت هم لري، هغه مخکې ویلي وو چې یو وسله وال سړي یې لور په مرمیو وېشتلې او وژلې ده، خو په محکمې کې یې په خپل جرم اعتراف وکړ.

د پولیسو یو مقام زوهیب محسن، چې د دغې قضیې تحقیقات کوي، ویلي پلټنو وښوده چې د نجلۍ کورنۍ د هغې د جامو د اغوستو د بڼې، د ژوند د طریقې او ناستې ولاړې سره مخالفت درلوده. دا نجلۍ په امریکا کې پیدا شوې وه. پولیس وايي چې د دغې قضیې ټول اړخونه به څېړل کېږي.

په کویټه کې یو بل پولیس مقام ویلي دي، چې انورالحق په امریکا کې له ۲۵ کالونو ژوند وروسته بېرته پاکستان ته راګرځېدلی و.

انورالحق ویلي دي‌ چې لور یې په امریکا کې هم په خپل ټیک ټاک کې «نا مناسب» مواد خپرول او پاکستان ته چې هم راغله، دا کار یې کوه.

پولیسو ویلي دي چې د نجلۍ پلار یې په قتل تورن کړی، خو داسې اسناد، چې د هغه امریکایي تابعیت ثابت کړي، نه دي ښودلي. پولیسو په دې اړه، چې ایا په پاکستان کې د امریکا سفارت په دې قضیې خبر دی که نه، هم معلومات نه دي ورکړي.

په پاکستان کې څه باندې ۵۴ میلیون خلک ټیک ټاک کاروي. د پاکستان حکومت په وروستیو کلونو د ناسمو موادو د خپرولو له کبله ټیک ټاک بند کړی، خو د ځینو موادو د حذف کولو وروسته یې بېرته ټیک ټاک ته د فعالیت اجازه ورکړه.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون وایي چې هر کال په دغه هېواد کې څه باندې ۱۰۰ ښځې د خپلو کورنیو له لوري عزت او ناموس ته د نه درناوي په پلمه وژل کېږي.