امریکا: د ایران لخوا د یونان د ټانکرونو نیول سمندري امنیت ته ګواښ دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین د ایران لخوا د یونان تیل وړونکو کښتیو نیول په سختو ټکو غندلي او په سمدستي توګه د خوشې کولو غوښتنه یې کړې.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویلي چې ښاغلي بلنیکن دوشنبه مې ۳۰ (غبرګولي۹) د یونان د بهرنیو چارو دوزیر نیکاس دیندیاس سره په ټیلیفون کې خبرې کړي او د ټانکرونو "تښتونه یې سمندري امنیت ته ګواښ" بللی.

د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ایران څخه غوښتي چې "په سمدستي توګه نیول شوې کښتۍ، بارونه او عمله یې خوش کړي"

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس په اعلامیې کې ویلي، " د ایران لخوا د کښتیو آزارونه او په سمندر کې د کښتیو د تګ راتګ په حقونو او آزادۍ کې لاس وهنه سمندري خوندیتوب او نړیوال اقتصاد ته ګواښ دی".

په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې متحده ایالات په ناټو کې د خپل مهم متحد او شریک یونان سره ولاړه ده او د ایران اقدام یې نه توجیه کیدونکی بللی.

ایراني ځواکونو په خلیج کې یې د یونان دوه کښتۍ چې تیل پکې بار و، جمعه مې ۲۷ (غبرګولي۶) ونیولې. .

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو په اعلامیې کې ویل شوي چې دا یونانۍ کښتۍ په خلیج کې د سرغړاونو له کبله نیول شوي خو دایې ندي ویلي چې دې کښتیو څه ډول سرغړاونې کړي.

د ایراني ځواکونو د دې اقدام څخه وړاندې متحده ایالات د یونان په ساحال کې په یوې کښتۍ کې ایراني تیل ضبط کړل او ایران خبرداری ورکړی چې د دې اقدام غچ به اخلي.

خو د یونان چارواکو بیا د ایران دا ادعا رد کړې چې ګواکې دې کښتیو په خلیج کې کومه سرغړاونه کړې.

د یونان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا دوه کښتۍ چې د یونان بیرغ پرې لګیدلی و، د ایران د ساحل څخه تقریباً ۲۲ میله لیرې وې او په نړیوالو اوبو کې یې مزل کاوه.
تهران د شنبې په ورځ وویل چې د دواړو کښتیو عمله روغ دي او نیول شوي ندي.