امریکا د اوکراین د غلې د موافقې څخه د روسیې وتل "غیر اخلاقي" وبلل

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلکین د اوکراین د غلې د موافقې څخه د روسیې وتل د اصولو خلاف وبلل او زیاته یې کړه چې د روسیې دا کړنه به په نړۍ کې د خوراکي موادو بیعو لوړیدو سبب شي.


انټوني بلینکن دوشنبه جولای ۱۷ (چنګاښ۲۶) په یوې اعلامیې کې ویلي، "د روسیې نننۍ پریکړې له کبله چې د خوړو څخه د وسلې په توګه کار اخلي، هغو ځایونو ته به د خواړو رسیدل سخت کړي چې خلک ورته ډیره اړتیا لري او بیعې به هم لوړې شي".

د متحده ایالاتو دې تر ټولو جګپوړي دپلومات ویلي چې د روسیې دا پریکړه په "نهایت کې د اخلاقو خلاف ده".

د روسیې حکومت دوشنبه جولای ۱۷ د دې موافقې څخه د وتلو اعلان وکړ.

د کرملین ویاند دمیتري پیسکوف پدې هکله وویل، " د غلو موافقه ځنډیدلې. هر کله چې په موافقې کې د روسیه برخه پر ځای شي، روسیه به په سمدستي توګه د دې موافقې سره یو ځای شي".

روسیې دا ندي ویلي چې پدې موافقې کې د هغوي په کومو شرایطو عمل ندی شوی خو د دې پریکړې څه څو ساعته وړاندې په یو پله د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو برید وشو چې د اوکراین څخه نیول شوې د کرایمیا سیمه د روسیې سره نښلوي.

خو روسیې بیا ویلي چې د کیرچ په پله دا برید د غلو د موافقې څخه د وتلو د پریکړې سره تړاو نلري.

د تړون څخه د روسیې وتلو سره سره د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي ویلي هیواد یې چمتو دی چې د تورې بحیرې د لارې د غلو صادرات جاري وساتي.

ښاغلي زلینسکي ویلي، " مونږ نه ډاریږو. مونږ سره داسې شرکتونو اړیکې نیولي چې کښتۍ لري او راته یې ویلي چې بار وړلو ته چمتو دي".

روسيې او اوکراين تیر کال د ملګرو ملتونو او ترکيې په منځګړيتوب يو تړون لاسليک کړ چې د تورې بحيرې بندرونه بېرته پرانيزي، څو د اوکراين غلې دانې له هغه هېواده بهر صادرې شي او په دې توګه د خوراکي توکیو هغه بحران چې پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل وروسته رامنځته شوی، کم شي.

اوکراین په نړۍ کې د غنمو، جوارو او د لمرگلو تیلو یو له سترو صادرونکو هیوادونو څخه دی، خو د روسیې د یرغل او د اوکراین د بندرونو د بندیدو له امله له اوکراین څخه د صادراتو بهیر ټکنی شوی او ډیرو مخ پر ودې هیوادونو ته یې د خوراکي موادو رسول له ګواښ سره مخ کړي دي.