امریکا: څوک چې د برتانیې نه راځي باید د کرونا معاینات یې منفي وي

د نوي قانون له مخې مسافر باید د پرواز نه ۷۲ ساعته وړاندې د کرونا معاینات وکړي او نتیجه یې هوایي شرکت ته وسپاري.

امریکایي چارواکو اعلان کړی چې د برتانیې نه د ټولو ورتلوونکو مسافرینو د کرونا معاینات باید منفي وي.

یو شمیر اروپایي او آسیایي هیوادونو وروسته تر هغه د برتانیې سره تګ راتګ بند کړ چې په برتانیې کې چارواکو د کرونا د یو نوي ویروس د پیدا کیدو خبر ورکړ او داسې ویل شوي چې دا ویروس د پخواني ویروس په پرتله په چټکۍ خپریږي.

د امریکا د ناروغیو د کنټرول مرکز ویلي هر مسافر چې د برتانیې نه د امریکا متحده ایالاتو د سفر نیت لري، د سفر کولو نه یې ۷۲ ساعته وړاندې باید کرونا د ویروس معاینات کړي وي او نتیجه یې هم باید منفي وي.

د دې ادارې په اعلامیه کې راغلي: "د معایناتو لپاره اضافي شرایط به د امریکایانو د خوندیتوب سره مرسته وکړي، د هغوي روغتیایي او د خوندیتوب چارې به لا قوي کړي او په مسؤلانه توګه د نړیوال مسافرت ډاډ ته به شرایط بربر کړي."

ټاکل شوې د امریکا د نارغیو د کنټرول مرکز دا نوی قانون نن د جمعې په ورځ، ډسمبر ۲۵ (مرغومي۵) لاسلیک کړي او سره د دوشنبې د ورځې به د تطبیق وړ وي.

امریکا د همدي روان کال د مارچ په میاشت کې هم د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره د ټولو هغو کسانو په ورتګ بندیز لګولی و چې برتانیې ته یې سفر کړی و.

د امریکا د محدودیتونو تر څنګ هند، روسیې، پولنډ، هانګ کانګ، فرانسې، جرمني، هالنډ، آیرلنډ، ایټالیا، بلجیم، فنلډ، سویس، رومانیا، کاناډا، ایران، ترکیې، اسرائیل، ارجنټاین، چلي، مراکش او یو شمیر نورو هیوادونو هم د برتانیې سره د الوتکو او ځمکې د لارې ټول تګ راتګ بند کړی.