نیکلسن: په افغانستان کې د داعش ١٥٠٠ جنگیالي شته

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکلسن وايي، په افغانستان بهرني جنګیالي شته، خو د روسیې له خوا ورکړل شوې شمیرې د مبالغې ډکې دي.

جنرال نکلسن وویل د داعش د جنګیالیو شمېر له دوه زرو کم دی او هغه بهرني جنګیالي چې په افغانستان کې موجود دي د پاکستان د اورکزیو پښتانه او دوهمه ډله یې د ازبکستان د اسلامي تحریک کسان دي.

جنرال نکلسن وویل چې داعشیان د ننګرهار په سویل، د کنړ او د جوزجان په ځینو برخو کې په جګړه بوخت دي.

جنرال نکلسن دا هم ویلي چې د افغانستان او د اسیا د جنوب لپاره "د امریکا د نوې ستراتیژۍ له پلي کیدو وروسته دښمن بل تصمیم ونیو او هغه دا چې د خپلو لوړ خیالاتو نه یې لاس واخیست او تر ډیره یې ترهگریزو بریدونو ته مخه کړې ده".

جنرال نکلسن وایي ترهگریز بریدونه "د طالبانو دوه مخي ښیي، هغه ډله چې هر کال د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې د کمیدو خبرې کوي او اوس په مستقیمه توگه په ملکي وگړو بریدونه کوي او مسؤلیت یې هم مني."

جنرال نیکولسن د بلخ د والي د لرې کېدو په تړاوو وویل چې د افغانانو سیاسي پروسې ته درناوی لري خو د سیاستوالو هر ډول اختلاف باید امنیتي حالات متاثر نه کړي.

له بلې خوا په ناټو کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیره کای بیلي هیټچسن چې په ناټو کې د ترکیې، جرمني او ایټالیا له سفیرانو سره یوځای افغانستان ته په دوه ورځني سفر تللې، وايي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د سولې له هڅو ملاتړ کوي.

میرمن هیټچسن وویل تمه لري چې طالبان پدې پوه شي چې په جگړه کې نشي بریالي کیدای او د حل یواځنی لار مذاکرات دي.

په ناټو کې د امریکا استازې دا هم ویلي چې د امریکا متحدین به اجازه ورنکړي چې افغانستان یو ځل بیا د تاوتریخوالي سره مخامخ شي.

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان هغو رپوټونو ته په اشارې چې د داعش جنگیالي له عراق او سوریې نه افغانستان ته راځي وویل چې دوی د بهرنیو جنګیالیو د را تګ شاهد ندي.

ناټو ته د امریکا، ایټالیا، جرمني او ترکیې سفیرانو او جنرال نکلسن په مزارشریف او هرات کې د بهرنیو پوځیانو د لیدو ترڅنګ له افغان چارواکو سره هم کتلي دي. دا سفر په بروکسل کې د جولای له ناستې مخکې د ارزونې په پار ترسره شوی دی.