امریکا د اوکراین سره د نورو امنیتي او ملکي مرستو ژمنه وکړله

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین دوشنبه سپټمبر ۲۶ (تلې۴) وویل چې متحده ایالات د اوکراین سره د قانون د تطبیق او ملکي برخو کې د ۴۷۵.۵ ملیون ډالرو په ارزښت نورې مرستې کوي.

د امریکا دې جګپوړي دپلومات وویل چې کیف ته یې وار د مخه ۱۸۷ ملیونه ډالر مرستې استولي او پدې سره به د اوکراین ملي پولیسو او دولتي سرحدي ګارډ خدمت ته په مستقیمه توګه پیسې واستول شي.

ښاغلي بلنکین زیاته کړه، " د شخصي خوندیتوب کوم وسایل، روغتیایي مواد او زغرې لرونکي موټر چې مونږ (اوکراین) ته ورکړي، نه یوازې د ملکیانو بلکې هغوي چې دا ملیکان ساتي، په مرګ ژوبلې کې یې د پام وړ کموالی راغلی."

د بهرنیو چارو وزیر همدرانګه وویل چې د دې پیسو یوه برخه د اوکراین سره د هغو روسي سر تیرو څخه په تحقیق کولو کې مرسته وکړي چې د اوکرایني ځواکونو او ملکیانو سره یې ظلم کړی او زرګونه تنه یې وژلي دي.

انټوني بلنکین ددې مرستو د اعلان پر وخت وویل چې متحده ایالات د اوکراین د ولس سره اوږه په اوږه ولاړه ده او د دموکراتیک، خپلواک او خودمختار اوکراین ملاتړ ته ژمنه ده.

د امریکا د دې جګپوړي دپلومات د څرګندونو څخه وړاندې د ملګرو ملتونو پلټونکو هم د سپتمبر په ۲۳مه وویل چې د اوکراین په جګړه کې جنګي جرمونه شوي چې په ملکي سیمو د روسیې بمبارۍ، زیات شمیر اعدامونه، شکنجې او وحشتناک جنسي تیري په کې شامل دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په وینا کې، د لوړ پوړو پلټونکو د ډلې مشر د جدي سرغړونو اوږد لیست وړاندې کړ چې اوه میاشتې مخکې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل وروسته رامنځته شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د مارچ په میاشت کې د اوکراین په جګړه کې د جنګي جنایتونو د پلټنو لپاره یو ځانګړی کمیسیون وټاکه، د تحقیقاتو ددغه کمیسیون (COI) مشر ایریک موس وویل، د دوی پلټونکې ډلې د ډیرو اعدامونو شواهد لیدلي چې د ډیرو خلکو لاسونه تړل شوي وو او همداشان په ماشومانو باندې د جنسي تیريو او شکنجې شواهد یې لیدلي دي.

هغه وویل، «د کمیسیون له خوا د راټولو شویو شواهدو پر بنسټ، دې نتیجې ته رسېدلی چې په اوکراین کې جنګي جنایتونه شوي دي