د امریکا د کمپیوټر جوړولو یو شرکت په روسیه کې خپل فعالیت بند کړ

د امریکا د کمپیوټر جوړولو شرکت (Dell Technologies) یکشنبه اګست ۲۸ (وږي۶) ویلي چې په روسیه کې یې خپل ټول فعالیتونه بند کړي.

دې شرکت د همدې روانې اګست د میاشتې په پیل کې ویلي و خپل دفترونه په روسیه کې تړي.

ډیل تازه غربي شرکت دی چې په ګاونډي هیواد اوکراین د روسیې د یرغل په غبرګون کې پدې هیواد کې خپل فعالیت بندوي.

دې شرکت په روسیې کې د کمپیوټرونو د سرورونو د برابرولو په برخې کې عمده نقش درلود.

د ډیل شرکت د فبروري په میاشت کې چې روسیې په اوکراین یرغل وکړ، خپل فعالیتونه یې وځنډول او په هغه وخت کې یې ویلي وي چې حالات به څاري او د وخت په تیریدو سره به پریکړه کوي چې آیا په روسیه کې خپل فعالیت روان وساتي که نه.

د دې شرکت یو ویاند مایک سایمناس د رویټرز خبري اژانس ته د دې پریکړه په هکله ویلي، " د فبروري په میاشت کې مو پریکړه وکړه چې په روسیې، بیلاروس او اوکراین د لوهانسک او دونیڅک په سیمو کې پلور، خدمات او د تولیداتو ملاتړ ونلرو. تر دې وړاندې مو په کرایمیا کې هم دیته ورته اقدام کړی و".

په عین حال کې د روسیې دولتي خبري اژانس (تاس) د سوداګرۍ او صنعت د وزارت د مرستیال له قوله ويلي چې وضعیت څاري.

دې روسي چارواکي ویلي، " زمونږ معلومات ښیي چې د ډیل شرکت متخصصینو او انجیرانو ته چې په سینټ پیټسبرګ او مسکو کې یې کار کاوه، د روسي شرکتونو لخوا ورته وار د مخه د دندو وړاندیز شوی چې تنخواګانې یې هم تر پخوا ډیرې دي".

وروسته تر هغه چې روسیې په اوکراین یرغل وکړ، ګڼ شمیر لویدیځو شرکتونو لدې کبله په روسیه کې فعالیت بند کړ چې پدې هیواد ځپونکي اقتصادي بندیزونه ولګیدل.

روسیې د فبرورۍ په ۲۴مه په اوکراین باندې یرغل پیل کړ. ملګري ملتونه وايي چې زرګونه ولسي خلک په دغې جګړې کې وژل شوي او ژوبل شوي دي او څه باندې شپږ میلیون نور خلک له خپلو سیمو بېځایه شوي او بهر ته کډوال شوي دي.

امریکا او لویدیځ د روسیې دا یرغل غندلی، په مسکو یې کلک اقتصادي بندیزونه لګولي دي او له اوکراین سره پوځي او بشري مرستې کوي چې دا جګړه وګټي.