د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په مخکني صدراعظم عمران خان باندې وسله وال برید غندلی دی.
د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یو ټویت کې ویلي دي چې هغوی دا برید په کلکه غندي.
هغه لیکلي دي چې په سیاست کې تاوتریخوالي ته ځای نشته او امریکا به د پاکستان د خلکو تر څنګ ولاړ وي. هغه په خپل ټویټر کې همدغه راز ښاغلي خان او په برید کې نورو ژوبل شویو کسانو ته بېړنۍ روغتیا غوښتې او د وژل شویو له کورنیو سره یې غمشريکي کړې ده.
The U.S. strongly condemns the shooting of @ImranKhanPTI at a political rally. We wish him and all others injured a quick recovery, and we offer condolences to the family of the individual who was killed. All parties should remain peaceful. Violence has no place in politics.
— Secretary Antony Blinken (@SecBlinken) November 3, 2022
ملګرو ملتونو، سعودي عربستان او کاناډا هم د پاکستان په مخکني صدراعظم باندې برید غندلی دی.
په هغه باندې مشکوک وسله وال بریدګر نیول شوی او په پاکستان کې په ټولنیزو رسنیو کې د هغه ځينې ویدیوګانې خپرې شوې. هغه په یوې ویدیو کې وایي عمران خان یې ځکه ووېشت چې د «پیغمبرانو سره یې ځان مقایسه کاوه او د پپغمبرۍ دعوه یې» کوله. لا معلومه نه ده چې له هغه څخه دا اعتراف له هغه څخه په زور اخیستل شوی که په رضا.
د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان اسلام اباد ته په اوږد لاریون کې روان و چې د ګوجرانواله په سیمه کې پرې وسله وال برید وشو.
د ښاغلي خان د تحریک انصاف ګوند غړیو ویلي چې عمران خان په پښه لګیدلی او روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوی.
د ګوند یو غړي عمران اسماعیل مطبوعاتو ته ویلي چې په برید کې څلور، پنځه نور کسان هم چې د عمران خان سره په لارۍ کې سپاره و، ټپي شویدي.