واشنګټن تائید کړه چې سعودي عربستان یې یو تبعه په بند محکوم کړی

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت

متحدو ایالتونو د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۱۸ (تلې ۲۷) وویل چې له ریاض سره یې په هغه هیواد کې د یو امریکایي تبعه د بندي کیدو په اړه خبري‌کړي.

دغه امریکایي تبعه پر سعودي عربستان له نیوکو څخه د یو لړ ډکو ټویټونو له امله بندي شوی، دا ددغو دوو تاریخي متحدو هیوادونو په اړیکو کې د تاوتریخوالو بل مورد ګڼل کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سعودي الاصله امریکایي تبعې سعد ابراهیم المادي توقیف تائید کړ او ویې ویل چې هیواد یې پر دې قضیې چې د تیر کال ډسمبر میاشت کې پیل شوې، کار پیل کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ونډانټ پاټیل خبریالانو ته وویل:" موږ د سعودي عربستان د حکومت لوړپوړو چارواکو سره ددې قضیې په اړه په دوامدار او جدي ډول خپلې اندیښنې څرګندې کړي دی، هم په ریاض او هم په واشنګټن کې د چینلونو له لارې." نوموړي زیاته کړه چې د بیان آزادي‌ باید هیڅ وخت جرم ونه ګڼل شي.

واشنګټن پست خبر ورکړی المادي چې د متحدو ایالتونو په فلوریډا ایالت کې ژوند کوي د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره سعودي عربستان ته تللی وو چې د تیر کال په نومبر میاشت کې د هغه هیواد په هوایي ډګر کې د ۱۴ ټویټونو له امله چې په تیرو اوو کلونو کې یې کړي، ونیول شو.

دغې ورځپاڼې د هغه د زوی په قول ویلي چې ۷۲ کلن المادي د اکتوبر په دریمه نیټه په ۱۶ کاله بند محکوم شوی او له هغه وروسته ۱۶ کاله د سفر بندیز پرې لګیدلی دی.

د هغه زوی ابراهیم زیاته کړې ده چې پلار یې په سعودي عربستان کې د فساد او د واشنګټن پست د خبریال جمال خاشقجي د وژل کیدو په اړه د "ملایمو" نظریاتو په څرګندولو نیول شوی دی.

د المادي زوی څرګنده کړې ده چې پلار یې د ترهګرۍ د ملاتړ او تمویل او د سعودي عربستان د بې ثباته کیدو د هڅې په تور، محکوم شوی دی.

په ۲۰۱۸ کال کې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګري کې د جمال خاشقجي وژل کیدو واشنګټن قهرجن کړ خو د امریکا د هغه وخت جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ له لویو عواقب څخه د ولیعهد او صدراعظم شهزاده محمد بن سلمان په ژغورل کیدو ویاړ وکړ.

د امریکا اوسني ولسمشر جوبایډن هغه استخباراتي معلومات له محرم حالت راویستل چې ښکاره کوي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د هغه هیواد د منتقد جمال خاشقجي د وژل کیدو امر کړی وو.

بایډن په جولای میاشت کې سعودي عربستان ته سفر وکړ، کوم چې ظاهرا ویل کیدل نوموړی د تیلو د بیې د ټیټیدو په برخه کې د هغه هیواد مرسته غواړي.

خو د سعودي عربستان په مشرۍ د اوپک پلس ډلې د اکتوبر په پنځمه نیټه او د امریکا د منځمهاله ټاکنو مخکې، په تولید کې د پراخ کموالي اعلان وکړ.

پر سعودي عربستان له دیره وخته راهیسې د بشري نقض انتقادات موجود دي. د بشري حقونو فعال رایف بدوي د خپل ویبپاڼې د محتویاتو له امله ۱۰ کاله په زندان کې تیر کړل او په عام محضر کې په ۵۰ درو ووهل شو.