امریکا افغانانو ته د مهاجرت ٢٥٠٠ نوې ځانگړې ویزې ورکوي

په تیرو څو کلونو کې ددې پروگرام له لارې په زرگونو افغانان امریکا ته مهاجر شوي دي

د امریکا د متحده ایالاتو کانگرس په افغانستان کې د امریکایي قواو او دیپلوماتانو ژباړونکو او همکارانو ته د نوې سهمیې په منلو سره د SIV ځانگړو ویزو پروگرام وغزاوه.

د نیوهمشایر دموکراتې سناتورې جین شهین، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د کانگرس له لورې د دولت د تصویب شوې بودجې په چوکاټ کې هغو افغانانو ته چې په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو او یا دیپلوماتانو سره همکاري کړې او ژوند یې په خطر کې و، د ۲۵۰۰ په تعداد د مهاجرت ځانگړې ویزې منظورې کړې دي.

ددې شمیر ویزو د منظورۍ طرحه او د امریکایانو د افغان ژباړونکو د پروگرام غزول د مارچ په میاشت کې د سناتورې جین شهین، سناتور ریچارد بلومنتل، سناتور تام تیلیس او سناتور جک ریډ له خوا د سنا مجلس ته پیشنهاد شوې وه. ددې سربیره لوړپوړي جمهوري غوښتونکي سناتور جان مکین هم ددغه پروگرام د غزولو ملاتړ کړی دی.

د سنا مجلس ته ددې څلورو سناتورانو په لیک کې ویل شوي وو چې د هغو افغانانو سره په ژمنتیا ټینگار چې ددې پروگرام د سختو شرایطو سره یې مطابقت درلود نه یواځې یوه ستراتیژیکه اړتیا وه بلکه یو اخلاقي ضرورت هم گڼل کیږي.

د مهاجرت د خاصو ویزو سهمیه چې له مخې یې تر اوسه په زرگونو افغانان د خپلو کورنیو سره په امریکا میشت شوي دي د می د میاشتې په اخیر کې پای ته رسیدله.

په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفارت د مارچ په میاشت کې په رسمي توگه د ځانگړو ویزو له لارې امریکا ته د افغانانو د مهاجرت د ویزو لپاره مصاحبې په دې دلیل درولې وې چې دغه سهمیه پای ته رسیدلې ده.

امریکا ته د افغانانو د مهاجرت ځانگړی پروگرام هغو افغانانو ته په امریکا کې د دایمي اوسیدنې امکانات برابروي چې د ځاني خطرونو په منلو سره یې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو د ماموریتونو ملاتړ کړی دی.