د امریکا کانګرس د حکومت د دوام دپاره د بودجې پر تصویبولو بحث کوي

Congress

په داسې حال کې چې د امریکا د کانګرس غړي له یوې میاشتې رخصتیو وروسته بیرته کار پیلوي، د حکومت د بودجې د منظورۍ په ګډون ګڼ‌ شمیر مهمې پریکړې یې مخې ته پرتې دي.

د اوکراین سره د مرستو په اړه له اختلافاتو نیولې د ولسمشر بایډن تر مواخذه کولو‌ پورې. خو لومړیتوب به یې د امریکا د فدرال حکومت د بودجې منظوري وي چې باید د اکتوبر تر لومړۍ نېټې وشي.

یوازې د ګوتو په شمار کاري ورځې پاته دي چې د امریکا د فدرال حکومت د راتلونکې کال بودجه منظور شي، ګنې د سپتمبر پر دیرشمه حکومت باید وتړل شي. داسې هیڅ علایم نه ښکاري چې د جمهوري غوښتونکو په واک کې د استازو جرګه او سنا چې دیموکراتان پکې اکثریت دي، به په دومره لږو ورځو کې د بودجې په اړه موافقې ته ورسیږي.

د سنا د اکثریت مشر چک شومر وايي، وخت لږ دی او د حکومت د تړل کېدو د مخنیوي یواځنۍ لاره دا ده چې د استازو جرګه او سنا دواړه له ګوندي سیاستونو راووځي.

هغه وايي: "دا به د استازو په جرګه کې د جمهوري غوښتونکو لومړنۍ ازموینه وي چې له ګوندي سیاست بهر، د هیواد په اړه پریکړه وکړي."

خو د استازو د جرګې رئیس کیوین مکارتي لا وار له مخې د خپلو محافظه کارو ګوندي ملګرو لخوا له دې امله تر نیوکو لاندې دی چې څه موده وړاندې یې د امریکا د پور وروستي حد د پورته کولو په خاطر د دموکراتانو سره موافقه کړې وه. دی استدلال کوي چې دا ځل هم د یوې لنډې مودې موافقه به جمهوري غوښتونکو ته دا فرصت ورکړي چې د بودجې په اړه مفصلې خبرې اترې وکړي.

د دوه ګوندیز پالیسۍ مرکز د دموکراسۍ د څانګې مشر مایکل تورنینګ وايي: "جمهوري غوښتونکي په خپل ګوند کې هم په ډيرو جدي خبرو اترو بوخت دي. جنجال همدا دی، او زه فکر نه کوم چې دا د نظام ستونزه وي، دا په اصل کې د استازو په جرګه کې د یو ډیر کوچني اکثریت ستونزه ده."

د امریکا د ولس استازي به د هغو ۴۰ میلیاردو ډالرو پر اضافي لګښتونو هم بحث وکړي چې د دوی د رخصتیو په ورځو کې ولسمشر بایډن منظور کړې دي او ۲۱ میلیارده یې د اوکراین سره پوځي او بشري مرستو ته ځانګړي شوي دي. یو شمیر محافظه کاران غړي ددغو لګښتونو مخالفت کوي.

دموکرات سناتور کریس مورفي وايي اندېښمن دی چې د اوکراین سره د مرستو پر موضوع د استازو د جرګې جمهوري غوښتونکي غړي ډیر بې زړه دي.

هغه زیاتوي: "تر دې بل بد وخت نشي کیدلی چې هلته پرمختګ پیل شوی، او دلته موږ دا وښیو چې د اوکراین د ملاتړ کولو په اړه په امریکا کې اختلافات لرو."

د امریکا د ولس د استازو په مخ کې د ملي دفاع د ۸۸۶ میلیارد ډالرو د بودجې بحث هم پاتې دی چې دواړه ګوندونو بیلې بیلې مسودې وړاندې کړي دي.