جمهوري غوښتونکي امریکا ته سوریایي کډوال نه پریږدي

د متحده ایالاتو په کانگرس کې جمهوري غوښتونکي د بارک اوباما هغه پلان ردوي یا تر پوښتنو لاندې راولي چې ویلي دي سږکال به لس زره سوریایي پناه غوښتونکي امریکا ته راولي.

خو دموکراټان بیا وایي امریکا باید د کډوالو لپاره پرانستی وي، په دې شرط چې دلته له راتگ نه مخکې ښه پلټنه یې وشي.

جمهوري غوښتونکي وایي که چېرې امریکا ته راتلونکي کډوالو کې ترهگر راننوځي نو هغه وحشتناکه پیښه چې فرانسه کې وشوه، کیدای شي د امریکا په خاوره کې هم تکرار شي.

جمهوري غوښتونکی سناتور جیف سیشنس غواړي امریکا ته تر هغه پورې د سوریایي کډوالو د راتگ مخه ونیول شي چې کانگرس یې په اړه رایگیري وکړي.

سناتور سیشنس وایي"که چېرې تاسو په مناسب ډول د کډوالو د سابقې پلټنه نشی کولای نو بیا تاسو داسې خلکو ته د راتگ اجازه ورکوی چې ترهگری ته لیوالیتا لري."

دموکراټان وایي هغه خلک چې په امریکا کې د پناه غوښتنه کوي د هغوی د سابقې پلټنه به میاشتې یا کلونه وخت ونیسي.

دموکراټ سناتور بن کاردن وایي؛"د پلټنې په پروسې کې ډیرې ادارې شاملې دي او ډیر وخت به ونیسي چې ډاډه شو هغوي د ترهگرو سازمانونو سره هیڅ تړاو نلري او یقناً د داعش سره تړلي ندي."

جمهوري غوښتونکي غواړي پوه شي چې د سوریې په ځیر د جنگ ځپلو هیوادونو څخه څومره پناه غوښتونکي په مناسب ډول دقیق پلټل کیدای شي.

جمهوري غوښتونکی سناتور باب کورکر وایي هغه هیوادونه چې د اطلاعاتو د ساتلو مرکزي اداره ونلري، امریکا به څنگه کولای شي پوه شي دې هیواد ته د راتلونکو خلکو سابقه څه ده.

د استازو د مجلس یو دموکرات غړی ایلیت انگل وایي متحده ایالاتو ته د سوریایی کډوالو د راتگ پروسې کې باید ډیر احتیاط وشي.

ښاغلی انگل زیاتوي"زه نه غواړم چې ترهگر د کډوالو په جامه کې دلته راشي. او زه فکر کوم چې مونږ باید ډیر محتاطه ووسو چې څوک دې هیواد ته راولو. خو زه فکر کوم د دروازو تړل او هیڅ ډول زړه سوی او خواخوږي نه ښودل هم د حل لاره نده."

سناتور کاردن له دې خبرې سره موافق دی خو زیاتوي چې د متحده ایالاتو ټولنه یوه ازاده ټولنه ده او دوی به ترهگرو ته د بریالیتوب اجازه ونکړي او نه به هم د هغوی لپاره دخپل هیواد سیستم بدل کړي.

اساسي ارزښتونه

"د پاریس بریدونو هرڅه بدل کړل" دا په کانگرس کې د امنیتې کمیتې د رئیس مایکل مکاول خبره ده. مکاول بارک اوباما ته یو لیک استولی او ورنه یې غوښتنه کړې ده چې امریکا ته د سوریایي کډوالو د راتگ مخه ونیسي.

یو شمیر جمهوري غوښتونکو د کانگرس په نوي مشر پاول راین غږ کړی چې د مصارفو په لایحه کې چې څه کم یوه میاشت وروسته تصویب کېږي، د سوریایي کډوالو لپاره مالي مرسته هم په نظر کې ونه نیسي

دا مسله د واشنگتن نه بهر د متحده ایالاتو په نورو ایالتونو کې هم ډیر تود بحث رامنځ ته کړې ده. څه د پاسه ٢٠ جمهوري غوښتونکي والیانو هم ویلي چې نه غواړي سوریایي کډوال د هغوی ایالتونو راشي او هلته ژوند وکړي.

د ترهگریزو بریدونو له ویرې د کانگرس اکثره جمهوري غوښتونکي غړي او جمهوري غوښتونکي والیان نه غواړي لس زره سوریایي کډوال د پلان په اساس سږکال امریکا ته راشي خو د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما وایي که چېرې متحده ایالات د سوریایي کډوالو قبلول رد کړي نو دا به داسې وگڼل شي چې امریکا دخپل مهم ارزښتونو سره خیانت او بې ایماني کوي.

ځیني جمهوري غوښتونکي ویلي چې یوازې د جنگ ځپلو هیوادونو څخه عیسیوي کډوالو ته به د راتگ اجازه وکړي، ځکه چې هغوی مذهبي اقلیتونو دي او د مذهبي مفکور په دلیل د خطر سره مخامخ دي، خو ولسمشر اوباما دا کار هم شرمناکه خبره بللې ده.

داسې بریښي چې په پاریس باندې بریدونه او د داعش له خوا خپره شوې ویډیو چې په واشنگتن باندې یې د برید گواښ کړی دی، د کانگرس جمهوري غوښتونکي غړي دې فیصلې ته اړ کړي دي چې هیواد ته د سوریایي کډوالو مخه ونیسي.

د واشنگتن پولیس وایي واشنگتن ته تر اوسه ورته د کوم خطر خبر ندی ورکړ شوی خو د کانگرس غړو او نورو چارواکو ته یې ویلي چې بیداره اووسي ځکه واشنگتن تل د ترهگرو جذابه هدف بلل کیږي.

د واشنگتن پولیس د ډیر احتیاط لپاره د کانگرس له غړو غوښتي دي چې د کانگرس او د خپلو دفترونو تر منځ تگ راتگ لپاره له تونلونو کار واخلي چې دفترونه او کانگرس مانۍ سره تړلي.

ټاکل شوې ده چې دې اونۍ که به د کانگرس د بهرنیو چارو کمیته خپله توجه د پاریس د بریدونو په هکله یو گډ غبرگون باندې متمرکزه کړي.