ټرمپ د امریکا سمندري ځواک ته: ایرانۍ ځورونکې بېړۍ له منځه یوسئ

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس د امریکا سمندري ځواکونو ته امر کړی چې هره هغه ایرانۍ کښتۍ له منځه یوسۍ چې امریکایي بیړیو ته مزاحمت کوي.

په سیمه کې د ایراني پوځي مزاحمو کښتیو د له منځه وړلو په اړه د جمهور رئیس ټرمپ دغه امر پداسې حال کې صادریږي چې تیره اونۍ د امریکا سمندري ځواکونو د فارس په خلیج کې امریکایي پوځي کښتیو ته نژدې د ایران د سپاه پاسداران جنګي کښتیو د خطرناک او ځورونکي مانور په اړه خبر ورکړ.

جمهور رئیس دونالد ټرمپ نن د چهارشنبې په ورځ اپریل ۲۲ (غویي ۳) د هیواد سمندري ځواکونو ته امر وکړ چې که د ایران پوځي کښتۍ په خلیج کې د امریکایي کښتیو د ځورولو سبب شي پر هغو برید وکړئ او له منځه یې یوسئ.

ښاغلي ټرمپ په خپل ټویټر لیکلي: «هره یوه او ټولې هغه ایراني پوځي بېړۍ وولۍ او له منځه یې یوسۍ چې په سمندر کې زمونږ کښتۍ ځوروي.»

د امریکا د مرکزي ځواکونو قوماندانۍ (سنتکام) ویلي چې د اپریل په ۱۵ (حمل ۲۷) د ایران د سپاه پاسداران لږ تر لږه ۱۱ بیړیو د شاوخوا یو ساعت لپاره د امریکا د سمندري ځواکونو د څو کښتیو په وړاندې او شاته خطرناک مانورونه ترسره کړل.

د سنتکام، د اعلامیې له خپریدو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، وویل: «د امریکا خلک پوهیږي چې جمهور رئیس ټرمپ د امریکایانو د ساتنې، زمونږ د پوځیانو د ساتنې او زمونږ د سمندري ځواکونو د ساتنې لپاره جدي دی او بشپړه ډاډ لرم چې پدې هکله به پریکړه وکړي.»

د ایران سپاه پاسداران د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ځواکونه یې «د امریکايي جنګي کښتیو د غیر حرفوي او لمسوونکو اقداماتو» سره مخ شول او او د هغوی پر شاوخوا یې مانورونه ترسره کړل.

د واشنګټن او تهران ترمنځ اړیکې وروسته له هغې خرابې شوې چې د امریکا د ۲۰۱۸ کال د می په میاشت کې د ایران او شپږو ځواکونو غربي ځواکمنو هیوادونو ترمنځ د اټومي تړون نه ووتله.

د ښاغلي ټرمپ د امر نه څو ساعته مخه د ایران سپاه پاسداران وویل چې د لومړي ځل لپاره یې یوه پوځي سپوږمکۍ په بریالیتوب سره فضا ته استولې ده.

تر اوسه د ایران د سپاه پاسداران دغه ادعا د هیڅ بلې خپلواکې منبع له لورې تائید او یا رد شوې نده، خو پدې اړوند د ایران مخکني ماموریتونه ناکام وو.