کروناویروس؛ تر اپریل میاشتې به په امریکا کې ۵۳۹ زره کسان مړه شي – رپوټ 

د امریکا په متحده ایالاتو کې د روغتیایي چارو کارپوهان خبرداری ورکوي چې په څلورو راتلونکو میاشتو کې به په متحده ایالاتو کې د کروناویروس مړینې دوه برابره شي.

د واشنګټن پوهنتون د شمیرو او ارزونو انستیوت وړاندوینه کړې چې د ۲۰۲۱ کال د اپریل تر لومړۍ نتیټې پورې به د امریکا په متحده ایالاتو کې د کروناویروس په وجه د مړینو شمیر ۵۳۹ زرو تنو ته ورسیږي.

د امریکا د جانس هاپکینز، پوهنتون د شمیرو له مخې د یکشنبې د ورځې دسمبر شپږمې (لیندۍ ۱۶) تر سهاره په متحده ایالاتو کې شاوخوا ۱۴.۶ میلیون کسان په کروناویرسو اخته شوي او څه دپاسه ۲۸۱ زره کسان پدې وجه مړه شوي دي.

تمه کیږي چې په راتلونکو ورځو او اونیو کې په امریکا کې د یو یا زیاتو واکسینونو د ویش او تطبیق جواز ورکړل شي.

خو سره له دې د واشنګټن پوهنتون د شمیرو او ارزونو انستیتوت ویلي دي چې په څو راتلونکو میاشتو کې حتی د واکسین د جواز د صادریدو سره سره به ددغې ناروغۍ د اخته کسانو او مړینو شمیر ډیر لوړ وي.

پدې رپوټ کې راغلي دي چې: "په ۲۰۲۱ کال کې د واکسین پراخ تطبیق عادي ژوند ته د بیرته تګ په لور د لارې پرانستل دي، خو بیا هم څو سختې میاشتې په مخ کې دي."

د واشنګټن پوهنتون د شمیرو او اذزونو د انستیتوت رئیس کریستوفر موري ویلي دي چې د وړاندوینو په اساس د کوویډ۱۹ ضد واکسین اغیز به د اپریل تر میاشتې پورې راڅرګند شي او د هغه په وینا تر هغه وخته پورې باید ټول احتیاط وکړي او ځانونه وساتي.

پدې رپوټ کې راغلي دي چې د ماسک تړلو جبري کول، د فزیکي واټن مراعت کول او د غونډو مخنیوی په ځانګړې توګه په شمالي نیمه کره کې چې سخت ژمی په مخ کې لري په زیاته اندازه کولای شي د کروناویروس د پراخیدو او مړینو مخنیوی وکړي.

د امریکا متحده ایالات په څو وروستیو اونیو کې د کروناویروس د وبا سخت پړاو ته داخل شوی او همدا اوس زیات شمیر روغتونونه پدې هیواد کې د کروناویروس د بیساري زیاتیدو شاهد دي او د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو په بنسټ هره ورځ په وسطي توګه په امریکا کې ۲۰۰۰ کسان د کروناویروس په وجه مري.