د ډموکراټه کاندیدانو د مناظرې مهم بحثونه

لس ډموکراټه کاندیدان د میشگین ایالت په ډیترویټ ښار کې د امریکا په کورنيو مسلو مناظره وکړه

د ډموکراټه کاندیدانو دویم پړاو مناظره د سې شنبې په ورځ (د جولای ٣٠) د سي ان ان د خبري شبکې له خوا جوړه شوې وه.

په دغې مناظرې کې د لسو کاندیدانو ډیری نیوکې د امریکا په ولسمشر دونالد ترمپ باندې متمرکزې وې.

خو په دغو لسو ډموکراتو کاندیدانو کې میانه روه او مترقي کاندیدانو هم پر یو بل ډیرې نیوکې وکړې.

داسې بریښي چې د مترقي او میانه روه ډموکراټه کاندیدانو ترمنځ هم پر په ځینو مسلو د نظر اختلاف مخ په ډیریدو دی.

په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډموکرات گوند د لسو کاندیدانو ترمنځ په مناظرې کې، په صحي بیمې، مهاجرت او دا چې څنگه راتلونکې کال کې ولسمشر ترمپ ته ماتې ورکړې، تاوده بحثونه وشول.

ځیني میانه روه کاندیدان، د برني ساندرز او الیزابت وارن په څیر مترقي کاندیدان دفاع ته اړ کړل او د صحي بیمې او د اقلیم د بدلون په وړاندې یې مبارزې کې د هغوی په پلانونو سخت انتقاد وکړل.

سناتور برني ساندرز د ټولو امریکائیانو لپاره د دولتي صحي بیمې له نظریې دفاع وکړه او هغه نظرپوښتنې یې یادې کړلې چې هغه ټرمپ ته ماتې ورکولی شي.

په کانگرس کې د اوهایو ایالت استازي تم راین چې یو میانه روه کاندید دی ډموکراتانو ته خبرداری ورکړ چې که چېرې د صحي بیمې، اقتصاد او چاپیریال ساتنې په اړه د ډموکراټانو وړاندیز شوي تگلارې ډیرې کیڼ اړخې وې، نو کیدای شي ټاکنې وبایلي.

خو سناتوره الیزابت وارن بیا ډموکراتاتو ته خبرداری ورکړ چې که چېرې ولسمشر ترمپ ته ماتې ورکول غواړي باید ډیرې متفاوتې تگلارې وړاندې کړي.

ډموکراتانو په خپل منځ کې په ډیرو مسلو د نظر اختلاف درلود، خو په مناظرې کې پر ولسمشر ترمپ باندې انتقادونه هم له کاندیدانو هیر نه ول.

سږکال د دموکرات گوند څخه شل کاندیدان چې پکې د یو همجنسباز په گډون ښځې، نارینه او تورپوستي شامل دي د ولسمشر ترمپ په وړاندې چې یو جمهوري غوښتونکی دی مبارزې ته چمتولای نیسي.

د امریکا د پخواني مرستیال ولسمشر جوبایدن په گډون د چهارشنبې په ورځ (د جولای ٣١) لس نور ډموکراته کاندیدان به مناظره وکړي. ټولټال په شلو ډموکراټه کاندیدانو کې جو بایدن اوس مهال مخکښ کاندید بلل کیږي.