جنرال مټیس غني او عبدالله سره د سولې په مسله خبرې کړي

د افغانستان جمهوري ریاست وايي د افغان حکومت مشرانو د امریکا د دفاع وزیر سره د نورو مسلو سربیره د سولې په مسله هم خبرې کړي.

د امریکا د دفاع وزیر جنرال جیمز مټیس د جمعې په ورځ (وږي ۱۶ مه) د یو عالي رتبه پلاوي په مشرۍ د افغان حکومت د مشرانو سره د خبرو لپاره کابل ته رسیدلی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د امریکا د دفاع وزیر جنرال جیمز مټیس په مشرۍ پلاوي، چې د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال ډانفورډ هم په کې برخه لري، نن له غرمې وړاندې په ارګ کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره کتلي دي.

د ارګ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې دواړو لورو د سولې، د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ستراتیژۍ په اغیزو، د افغان امنیتي ادارو په تشکیلاتو کې د اصلاحاتو، رارړانو پارلماني او د جمهوري ریاست د ټاکنو، د تروریزم سره د مبارزې او پاکستان سره د افغانستان د اړیکو په مسلو خبرې کړي دي.

د امریکا غږ خبریال، چې د دفاع وزیر په مشرۍ د امریکايي عالي رتبه پلاوي سره په سفر کې شامل دی، ویلي، چې جمهور رئیس غني جنرال مټیس ته ویلي، چې د داخلي بریدونو د مخنیوي لارې چارې لټول یې د حکومت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري.

دمخه معلومات

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند هارون چخانسوري د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس نن د جمعې په ورځ (وږي ۱۶ مه) د یو لوړ پوړې پوځي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته رسیدلی دی.

ښاغلي چخانسوري ویلي، چې د امریکا دفاع وزیر سره په دې سفر کې د دغه هیواد د پوځ مشر جنرال ډانفورډ هم ملګرتیا کوي.

ښاغلي چخانسوري لیکلي " د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس او د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال ډانفورډ کابل ته راغلي او په پام کې ده، چې هغوی به د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره کتنه ولري، چې جزئیات به یې وروسته خپاره شي".

د امریکا دفاع وزیر نن د جمعې په سهار په افغانستان کې د بګرام هوايي ډګر ته رسیدلی وو.

هغه له افغانستان څخه د لیدنې وړاندې هندوستان ته سفر کړی وو.

جنرال مټیس د سه شنبې په ورځ د اسیا ته د خپل سفر د پیل پر مهال خبریالانو سره په خبرو کې د بل هروخت پرتله اوس په افغانستان کې وسله والو طالبانو سره سولې ته شرایط برابر وګڼل.

هغه وویل،چې د بل هروخت څخه اوس د وسله والو طالبانو سره د سولې په برخه کې نښې نښانې لیدل کیږي.

د امریکا د دفاع وزیر د وسله والو طالبانو سره د خبرو لپاره د پرانیستو اړیکو یادونه هم کړې وه، خو د تیرې جولای په میاشت کې په قطر کې د طالبانو له استازو سره د امریکایي چارواکو د خبرو د تائید په اړه چپ پاتې شوی وو.

ټاکل شوې د امریکا دفاع وزیر او جنرال ډانفورډ به په افغانستان کې د میشتو امریکا د پوځ له قومندانانو او د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ د ماموریت له نوي قومندان جنرال سکاډ میلر سره هم د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړي.

دامریکا د دفاع وزیر په توګه افغانستان ته د جنرال جمیز مټیس دا سفر څلورم سفر دی.