امریکا د تایوان پر سر د چین سره د جنجال کمولو په خاطر د توغنديو آزمایښتونه ځڼدولي

یوه ورځ وروسته تر هغه چې د امریکا د کانګریس د استازو د مجلس مشره ننسي پلوسي د چین د خبرداریو سربیره ولاړه او چین د پنجشنبې اګست ۴ (زمري ۱۳) د سمندر هغې برخې کې چې د تایوان څه راتاو دي، ۱۱ بالاستیک توغندي وار کړل، سپینې ماڼۍ د بیجنګ سره د جنجال د کمولو له کبله د ګڼ شمیر اقداماتو اعلان کړی.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت په شورا کې د ستراتیژیکو اړیکو د همغږۍ مسؤل جان کرب د چین د اقداماتو په هکله وویل" چین په کړنو کې مبالغه کړې او د تایوان د تنګي په شاوخوا کې د خپلو پارونکو نظامي کړنو لپاره یې د استازو د مجلس د مشرې سفر پلمه کړی"

ښاغلي کربي خبریالانو ته وویل چې د دفاع وزیر لیوډ آسټن په سمیه کې د متحده ایالتو جنګیو کښتیو او جنګي کښتیو انتقالونکې کښتۍ ته امر کړی چې په سیمه کې دې وضعیت وڅاري.

هغه زیاته کړه چې واشنګټن هم ښایي په راتلونکو څو اوونیو کې د تایوان په تنګي کې د هوا او کښتیو له لارې تګ راتګ وکړي.

په عین حال کې جاپان ویلي د چین د ۱۱ توغندیو څخه ۵ یې ددې هیواد په اقتصادي سیمه کې لګیدلي خو ښاغلي کربي خبریالانو سره په خبرو کې په سیمه کې د جاپان په ګډون د امریکا متحدینو ته د ژمنتیا ډاډ ورکړ او لا ډیرو اقداماتو ژمنه یې وکړله.

ښاغلي کربي وویل چې چین غواړي په تایوان کې اوسنی وضعیت بدل کړي.

خو د متحدینو سره د ژمنتیا د څرګندونو تر څنګ جان کربي وویل چې د چین سره د جنجال د کمیدو په خاطر واشنګټن د بین القاروي توغندیو آزمایښت چې د پخوا څخه پلان شوی و، ځنډوي.

جان کربي پدې هکله د امریکا غږ پوښتنې ته په ځواب کې وویل، " مونږ یقیناً غواړو چې جنجال کم شي، د چین سره د ارتباط لاینونه پرانیستي دي. تاسو نه غواړئ چې دپلوماسي یوازې ددې لپاره بنده کړئ چې د جنجال مخه ونیول شي او په سیمه کې امنیت او سوله د خطر سره مخشي".

د تایوان چارواکي وايي دغه ټاپو ته د امریکا د ولسي جرګې د رئیسې نانسي پلوسي د سفر یوه ورځ وروسته، چین تایوان ته نږدې په سمندر کې ۱۱ بلاستکي توغندي ویشتلي دي.

تایوان ته د مېرمن پلوسي سفر د چین قهر راپارولی او په غبرګون کې یې د تایوان د خودمختاره ټاپو په ۲۰ کیلومترۍ کې پوځي تمرینونه پیل کړي دي.

ویل کیږي چې دا تایوان ته څېرمه په سمندر کې د چین تر ټولو پراخ پوځي مانورونه دي چې په محلي وخت نن ماسپښین تر سره شول.

چین له وړاندې خبرداری ورکړی و چې تایوان ته د مېرمن پلوسي سفر به له امریکا سره د چین په اړیکو باندې ناوړه اغیز وکړي خو پلوسي په تایوان کې واضح کړه چې متحده ایالات به د بیجینګ د ګواښونو سره سره، تایوان یوازې پرې نږدي.