د امریکا د لاترۍ ویزې لپاره نوم لیکنه پیل شوه

د لاترۍ ویزو پروګرام هر کال کیږي او په شرایطو برابر کسان پکې په وړیا توګه نومونه لیکلی شي.

متحده ایالاتو پداسې حال کې د ۲۰۲۳ کال د لاترۍ دویزو لپاره د نوم لیکنې بهیر پیل کړی چې تیر کال د افغانستان، مصر، پیرو، ایران او ځینو نورو هیوادونو اتباع چې نومونه یې په پچې کې راوتلي و، لا هم امریکا ته د راتګ لپاره ویزې ندي اخیستي.

د جمهور رئیس جو بایډن ادارې په همدې روانې اوونۍ کې د لاترۍ ویزو لپاره د نوم لیکنې د بهیر د پیل کولو خبر ورکړی او وې ویل چې کانګریس پدې پروګرام کې ۵۵ زره ویزې منظورې کړیدي.

امریکایي چارواکي مني چې د تیر کال په ویزو کې کارونه شاته پاتې خو زیاتوي چې ډیری دا کارونه د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ادارې لخوا پر مخ ندي وړل شوي او د کرونا وبا د خپریدو له وجې دا کارونه نور هم وځنډیدل.

د امریکا د متحده ایالاتو د قوانینو له مخې پدې پروګرام کې چې هر کال کیږي، یوازې د هغو هیوادونو اتباع ګډون کولی شي چې په تیرو پنځو کالونو کې ترې د ۵۰ زرو نه لږ کسان متحده ایالاتو ته راغلي و.

یو مهم شرط یې دا دی چې باید د خپل اړوند هیواد د اعتبار وړ پاسپورټ ولرئ.

هغوي چې غواړې پدې پچې اچونې کې برخه واخلي، باید لږ تر لږه د ۱۲م ټولګي نه فارغ شوی وي او پداسې یو کسب کې لږ تر لږه ۲ کاله کاري تجربه ولري چې زده کول یې دوه کاله وخت ته اړتیا ولري.

پدې پروګرام کې نوم لیکنه وړیا ده او پدې پاڼې کې کولی شئ خپل معلومات ثبت کړئ. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پدې پروګرام کې ګډون کونکي باید هیچا ته پیسې ورنکړي.

که غواړئ ګام په ګام د فورمې ډکول ووینئ، پدې ویډیو کې ټول واضح شوي.

ټاکل شوې د ۲۰۲۲ د لاترۍ ویزو ګټونکو ته د ۲۰۲۲۲کال د سپټمبر د میاشتې تر ۳۰ مې او د ۲۰۲۳ کال ګټونکو ته هم د سپټمبر د میاشتې تر ۳۰ ویزې وویشل شي.

د لاترۍ ویزې په هکله بشپړه لارښونې پدې پاڼې کې کتلی شئ.