د امریکا د دفاع وزیر: له القاعدې سره جګړه ختمه شوې نده

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست، کریستوفر میلر د دغه هیواد وسله والو ځواکونو ته په خپل لومړي پیغام کې ویلي چې له القاعدې سره جګړه پاې ته نه ده رسیدلې.

ښاغلي میلر په دغه پیام کې چې تیره شپه ۱۳ نومبر (۲۳ لړم) خپور شوی ویلي: ​"په داسې حال کې چې مونږ راتلونکي لپاره چمتووالی نیسو، مونږ د هغې جګړې ختمولو ته هوډمن یو چې په ۲۰۰۱ کال کې القاعدې زمونږ تر پولو راوړه. دغه جګړه لا ختمه شوې نه ده."

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست زیاته کړې: "مونږ د القاعدې او د دې ملاتړو ډلو ماتولو ته نږدې شوي یو خو باید د جګړې پاې ته د پام نه کولو په شان خپلو پخوانیو تیروتنو څخه ځانونه وساتو."

هغه وایي چې دغه جګړه اوږده او زمونږ قربانۍ سترې وې.

ښاغلي میلر په یو پیغام کې ویلي چې اوس هغه مهمه مرحله رسیدلې چې اوس امریکا د دغو هڅو په لړ کې خپل رول د رهبرۍ څخه حمایوي بڼې ته واړوي.

ښاغلي میلر ویلي: "مونږ د دایمي جګړې خلک نه یو او ټولې جګړې باید پاې ومومي.

هغه وایي چې اوس د هغه وخت رسیدلی چې امریکایي‌سرتیري خپلې خاورې ته وګرځي. " خو په خپل پیغام کې یې د افغانستان نوم اخیستی نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال په اکتوبر میاشت کې په یو ټویټ کې لیکلي‌و: "باید زمونږ هغه پاتې زړور سرتیري تر کرسمس پورې بیرته ستانه شي چې په افغانستان کې په دنده بوخت دي."

د ټرمپ د دغو څرګندونو په ځواب کې د سپینې ماڼۍ امنیتي مشاور رابرت اوبراین ویلي و چې دا یواځې یوه "غوښتنه وه"، کوم "نظامي دستور" نه و.

همداراز، د ناټو عمومي منشي ینز سټولټنبرګ د روان کال د اکتوبر۸ (تلې۱۷) یو مطبوعاتي کنفرانس ته ويلي و چې له افغانستان نه د نړیوال سرتېرو ویستل به د شرایطو په اساس وي او دوي به شرایطو ته په کتو پرېکړه کوي.

د افغانستان د ملي مصالحې د شورا رییس، عبدالله عبدالله هم له په دې اړه ویلي دي چې له وخت څخه وړاندې د امریکایي سرتیرو ایستل به په افغانستان تاثیر وکړي خو د کومې یوې خاصې ډلې د کامیابیدو په معنی به نه وي.