دموکرات نوماند بوتجیج له ټاکنیزو سیالیو څخه لاس واخیست

بوتیجیج د موګرات ګوند په نوماندانو کې یوازینی همجسنباز و

د امریکا د متحدو ایالتونو د دموکرات ګوند نوماند پیت بوتجیج د ۲۰۲۰ کال له ټاکنیزو سیالیو څخه ووت.

نوموړي دا اعلان د یکشنبې په ماښام (مارچ۱) د خپلو پلویانو په یوې غونډې کې وکړ. پیت بوتجیج ۳۸ کلن دی او د انډیانا ایالت د ساوت بند پخوانی ښاروال و.

ده په تېر یو کال کې ځان په خپل ګوند کې ډېر مطرح کړ او د دموکرات ګوند په مقدماتي انتخاباتو کې یې د نوماندانو د لست په سر کې ځای وموند.

هغه داسې مهال له نوماندۍ لاس په سر شو چې سبا د امریکا په ۱۴ ایالتونو کې د دموکرات ګوند مقدماتي انتخابات کیږي چې (ستره سه شنبه) یې هم بولي. په دغو مقدماتي انتخاباتو کې د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست ټاکنو ته د دموکرات ګوند مهم کاند/کاندیدان معلومیږي.

بوتجیج چې د امریکا په پوځ کې یې هم کار کړی دی، همجنسباز دی او کله چې له خپلې نوماندۍ تېرېده دا خبره یې هم یاده کړه. د امریکا یو شمېر میلیاردرانو د هغه ننګه کوله او له همدې کبله بل نوماند برني سندرز پرې کلک انتقادونه کړي وو.

په همدې حال کې د دموکرات ګوند بل نوماند تام استیر هم له خپلې کاندیداتورۍ لاس په سر شو. هغه په مقدماتي ټاکنو کې ښه ونه ځلیده او د جنوبي کارولینا په انتخاباتو کې یې دریم مقام وګاټه.

له دغو مقدماتي ټاکنو وروسته به دموکرات ګوند په خپل ملي کنوانسیون کې وروستی نوماند غوره کوي او د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست ټاکنو ته به یې دروي. دا کاندید باید په ملي کنوانسیون کې د ۱۹۹۰ استازو رایې وګټي.

د دموکرات ګوند پنځه مهم نوماندان برني سندرز، جو بایدن، مایکل بلومبرګ، میلیاردر امي کلوبشار او الیزابت وارن دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست انتخابات د نومبر په ۲۰ کیږي.