د امریکا انتخابات؛ ټرمپ او بایډن دویم ځل مناظره کوي

د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید دونالد ټرمپ او د دموکرات ګوند کاندید جو بایډن د پنجشنبې د ورځې اکتوبر ۲۲ (لړم ۱) ماښام مخامخ مناظره کوي.

د ۹۰ دقیقو په دغې مناظره کې د ان بي سي شبکې خبریاله کریستین ولکر، کوربنه ده. په مناظره کې د شپږو موضوعګانو په اړه -"د کروناویروس سره مقابله، امریکایي کورنۍ، په امریکا کې د نژادي تبعیض موضوع، د اقلیم بدلون، ملي امنیت او د هیواد مشرۍ" باندې خبرې کیږي.

د هر بحث په پیل کې هر کاندید ته دوه دقیقې وخت ورکول کیږي چې خبرې وکړي. خو دا ځل د امریکا د جمهوري ریاست د مناظرو کمیسیون تصمیم نیولی چې په لومړیو دوو دقیقو کې د هغه کاندید مکروفون چې د خبرو وخت یې ندی بند کړي چې د خپل سیال کاندید خبرې قطع نکړي.

دغه اقدام وروسته له هغې وشو چې په لومړۍ مناظره کې دواړو کاندیدانو تر ډیره ښاغلي ټرمپ په وار وار د یو بل خبرې قطع کړې او د مناظرې نظم ګډوډ شو.

ټاکل شوی وه چې دغه دوه کاندیدان د اکتوبر په ۱۵ مناظره وکړي خو په کروناویروس باندې د ښاغلي ټرمپ د اخته کیدو او د هغه له خوا په مجازي توګه مناظرې نه منلو په وجه مناظره ونه شوه.

دا پداسې حال کې دي چې څه دپاسه ۴۳ میلیونه امریکایي رای ورکوونکو مخکې له مخکې رای ورکولو مرکزونو ته په تللو او یا هم د پست له لارې خپلې رای کارولي دي. اکثرو دغو خلکو د کروناویروس له ویرې او د نومبر په دریمه د رای ورکولو مرکزونو د نه تللو په خاطر د مخکې له مخکې رایو ورکولو له انتخاب نه استفاده کړې ده.

د پنجشنبې د شپې مناظره دونالد ټرمپ ته وروستی فرصت دی چې د خپل دموکرات سیال څخه مخکې شي. ښاغلی بایډن چې شاوخوا په تیره نیمه پیړۍ کې د سناتور او بیا د جمهوري ریاست د مرستیال په توګه د امریکا په سیاسي چاپیریال کې حضور درلودلی د مختلفو نظر پوښتنو له مخې د څو فیصده زیاتو رای ورکوونکو له ملاتړ نه برخورداره دی.

ښاغلي ټرمپ د سه شنبې په ورځ د فاکس نیوز سره په مرکه کې میرمن ولکر په ګوندي علایقو تورنه کړه او همداشان د مناظرې په ترڅ کې د کاندیدانو د مکروفون په بندیدو یې ناخوښي څرګنده کړه. ښاغلي همداشان وویل چې دغه مناظره د کروناویروس او کورنیو مسایلو پر ځای باید په خارجي مسایلو متمرکزه وای.

ښاغلي ټرمپ په روانه اونۍ کې په انتخاباتي غونډو کې ګډون وکړ خو جوبایډن تیرې څو ورځې په کور پاته شوی چې مناظرې ته تیاری ونیسي.

د ښاغلي ټرمپ انتخاباتي ټیم ویلي چې د پنجشنبې د شپې په مناظره کې باید د اوکراین او چین سره د جوبایډن د زوی هنتر بایډن د معانلو په اړه پوښتنې وشي. د ښاغلي ټرمپ پلویان ادعا کوي چې هنتر بایډن د خپل پلار د نفوذ نه په استفادې د اوکراین او چین سره معاملو نه ښه عاید ترلاسه کړی دی.

د ښاغلي ټرمپ د انتخاباتي ټیم رئیس بل ستیپین، د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې: "که رسنۍ دغه پوښتنې د جوبایډن نه ونه کړي، جمهور رئیس [ټرمپ] به هغه وپوښتي او هلته به جو بایډن ته د تیښتې لار نه وي."

جو بایډن د خپل ځوی په اړه پوښتنې "کمپایني افترا" ګڼلي، خو په مشخصه توګه یې د لګیدلو تورونو او په ځانګړې توګه د اوکراین د ګازو په یو شرکت کې د ښاغلي هنتر د غړیتوب او ددې کمپنۍ څخه د ۵۰ زرو ډالرو میاشتني معاش د ترلاسه کولو په هکله رپوټونو ته ځواب ندی ورکړی.