په امریکا کې انتخابات پيل شول

د نیو همشایر د ډکسویل ناچ د کلي نتایج راوتلې چې هیلري کلنټن څلور-دوه ترمپ ته ماتې ورکړې

امریکایان د متحدو ایالتونو په ۵۰ ایالتونو او د واشنګټن ډي سي په ښار کې د رایو ورکوونې مرکزونو ته ځي چې خپل ولسمشره/ولمسشر وټاکي. هیلري کلنټن او دونلډ ترمپ د دغو ټاکنو لپاره له شاوخوا دوو کلونو راهېسې سخته مبارزه کړې ده.

د واشنګټن ډي سي پر وخت د سهار په شپږو بجو د رایو مرکزونه پرانیستل شول او ټاکل شوې چې په اوه بجو بند شي، خو په ځنیو ایالتونو کې په اتو بجو او په ځنیو نورو کې بیا په نهو بجو رایی ورکونه پای ته رسیږي.

کلنټن نن په خپلې وروستۍ انتخاباتي وینا کې وویل " نن زموږ د ټولو د ازموینې ورځ ده " خو ترمپ بیا وویل " نن زموږ د اسقلال ورځ ده ".

په داسې حال کې چې په نورو ایالتونو ټاکنې نوې پیل شوي، د نیو همشایر د ډکسویل ناچ د کلي نتایج راوتلې چې هیلري کلنټن څلور-دوه ترمپ ته ماتې ورکړې ده. دلته خلک په دودیز ډول نیمه شپه رایه ورکوي.

په نورو ایالتونو لکه ویرجینا او نیویارک کې بیا د رایه ورکوونکو اوږده اوږده قطارونه ولاړ دي. د انتخاباتو رسمي نتایج د رایو ورکوونې د ټولو مرکزونو له تړل کېدو وروسته اعلانیږي.

هیلري کلنټن په شمالي کارولینا کې وویل چې هغه به د دواړو رایه ورکوونکو او رایه نه ورکوونکو امریکایانو ولسمشره وي.

خو ترمپ بیا د مشیګن په ایالت کې خلکو ته وویل چې د هغه بریا به لوی تغیر راولي.

په همدې حال کې په امریکا کې وروستۍ نظر پوښتنې، چې تر انتخاباتو لږ مخکې خپرې شوې، ښيي چې کلنټن تر ترمپ مخکې ده.

د امریکا د مرکزي احصايي د معلوماتو له مخې شاوخوا ۲۳۰ میلیونه امریکایان د رایو ورکوونې حق لري، چې شاید شاوخوا ۷۰ فیصده ثې په دغو انتخاباتو کې رایه ورکړي. که هر چا دا انتخابات وګټل، د امریکا پنځه ځلوېښتم ولسمشره/ ولسمشر شي.