د امریکا انتخابات حساس پړاو ته ورسیدل

تر اوسه د دواړو گوندونو هیڅ کاندید نه دی توانیدلی چې د خپل گوند د وروستي کانیدید په توگه لازمې رای ترلاسه کړي.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهوري ریاست ته د دموکرات او جمهوري غوښتونکو گوندونو مخکښ کاندیدانو تیره ورځ د امریکا د څو لویدیځو ایالتونو په مقدماتي انتخاباتو کې بریاوی ترلاسه کړې.

د جمهوري غوښتونکي گوند مخکښ کاندید د خپل گوندي سیال تد کروز په وړاندې په اسانه توگه د اریزونا په ایالت کې بریالی شو. خو ښاغلي کروز بیا د یوتا ایالت وگاټه.

د ښاغلي ترمپ دوه جمهوري غوښتونکي سیالان تد کروز او جان کیسک چې تر اوسه یې له انتخاباتي مبارزې لاس نه دی اخیستی، هڅه کوي چې دونالد ترمپ ونه شي کړای د جمهوري غوښتونکي گوند د کاندید په توگه د گودني استازو پوره رای ترلاسه نه کړي.

ددې لپاره چې دغه جمهوري غوښتونکي کاندیدان د خپل گوند د وروستي کاندید په توگه معرفي شي باید د ۱۲۳۷ استازو رایی ترلاسه کړي.

له بلې خوا د آیدهو او یوتا ایالتونو د دموکرات گوند په گوندي غونډو کې د ورمونت ایالت سناتور برني سندرز وکړای شول د دموکراتې سیالې هېلري کلنتن په وړادنې بریالی شي.

په دې ترڅ کې جب بوش چې تیره میاشت د جمهوري غوښتونکي گوند د انتخاباتي سیالیو څخه ووت د چارشنبې په ورځ یې د تد کروز ننگه وکړه او هغه یې د امریکا په ملي انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي گوند د بریالیتوب یواځنی هیله وگاڼه.

د بروکسل د تروریستي بریدونو په اړه غبرگون

بل لور ته د بروکسل د تیرې ورځې د تروریستي بریدونو په هکله چې ٣۴ تنه په کې ووژل شول، د امریکا د جمهوري ریاست کاندیدانو غبرگونونه ښودلي دي.

دونالد ترمپ چې د اسلامي دولت د ډلې د مخکنیو بریدونو وروسته یې امریکا ته د د مسلمانانو په راتگ د موقتي بندیز غږ کړی و، وویل چې هغه د نویو بریدونوخبرداری ورکړی و "بروکسل یو ښکلی ښار او ښکلی ځای و چې د جنایاتو کچه په کې صفر وه، او اوس هغه له مصیبته ډک ښار دی."

تد کروز وویل چې "سخت دریځه اسلام زمونږ سره په جگړه بوخت دی." هغه وویل که جمهور رئیس شي د امریکا د پوځ د ټول قوت نه کار واخلي چې د اسلامي دولت د ډلې جهادیانو ته ماتې ورکړي.

هېلري کلنتن وویل چې امریکا باید د ترهگرۍ پر ضد د خپلو اروپایي متحدینو سره په ټینگه ودریږي.

بل دموکرات کانید سندرز وویل "دې ډول وحشیتوب ته باید اجازه ورنه کړل شي چې دوام وکړي. هغه د اسلامي دولت د ډلی پرضد په مبارزه کې د لا نوري همکارۍ غوښتنه وکړه.