امریکا کې د انتخاباتو مامورین وایي د مرګ ګواښونه ورته کیږي

په متحده ایالاتو کې د ۲۰۲۰ کال د جنوري میاشتې راپدیخوا چې مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د اوسني جمهور رئیس جو بایډن په مقابل کې انتخابات بایلل، په ټول هیواد کې تر لسو ډیر کسان پدې تورن شوي چې د انتخاباتو کار کوونکو ته یې ګواښونه کړي.

ځيي ګواښ کوونکي تر محاکمه کیدو وروسته د بند تیرولو په سزا هم محکوم شوي.

د انتخاباتو ایالتي مسؤلینو او کارپوهانو چې د متحده ایالاتو د انتخاباتو په هکله معلومات لري، خبرداری ورکړی چې آن په عادي ورځو کې د حکومت مامورینو ته ګواښونه کیږي.

کارپوهان ویره لري چې ښایي د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو پر مهال وضعیت لا پسې خراب شي او د فدرالي حکومت څخه یې غوښتي چې په هیواد کې د انتخاباتو کار کوونکو د خوندیتوب لپاره ډیر اقدامات وکړي.

تر ډیره د انتخاباتو مامورینو ته د ګواښونو ملامتي په مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او متحدینو یې اچول کیږي ځکه هغوي پر له پسې په ناسمه توګه ادعا کوي چې د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو کې ټګي برګي شوې وه او پدې هکله د دسیسو نظریې خپروي.

د انتخاباتو کار کوونکو ته ګواښونه دومره جدي شول چې د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت په ۲۰۲۱ کال کې د انتخاباتو د ګواښونو کاري ځواک په نامه یوه ځانګړې څانګه جوړه کړه چې مشري یې ددې وزارت د عامه شفافیت څانګه کوي.

د دې څانګې مسؤلیت د انتخاباتو اړوند جرمونو څیړل دي.

دا مطلب هم ولولئ ډیسانتیس: د شک پرته ټرمپ د ۲۰۲۰ کال انتخابات بایللي و

د دې څانګې مرستیال جان کیلر څه موده وړاندې د اې پي خبري اژانس سره په مرکې کې ویلي و چې غواړي محکمې د ځینو کسانو راکش کول به نور کسان وډاروي چې د انتخاباتو مامورینو ته ګواښونه ونکړي.

ښاغلي کیلر په مرکې کې وویل چې فدرالي قاضایان او محکمې دا ډول کړنې جدي بولي او هغوي چې مجرم وبلل شي، د "جرم د جدیت سره برابرې" سزاګانې به ورکړل شي.

دوو کسانو د همدې تیرې پنجشنبې اګست ۳۱ مې پخپلو جرمونو اعتراف وکړ چې د اریزونا او جورجیا په ایالتونو کې یې د انتخاباتو مامورین ګواښلي و.

د متحده ایالاتو لوی څارنوال مریک ګارلینډ ویلي چې د عدلیې وزارت به پدې هکله پلټنې جاري ساتي او دا یې هم ویلي چې " یوه فعاله دموکراسي دیته اړتیا لري چې د عامه خدماتو کار کوونکي چې زمونږ انتخابات اداره کوي د دې توان باید ولري چې خپل کار د ډار پرته وکړی شي".

ډونالډ ټرمپ چې د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست انتخاباتو ته یې ځان کاندید کړی او تر دې دمه د جمهوري غوښتونکو ټولو کاندیدانو څخه مخکې دی، لا هم پخپلو ویناګانو او ټولنیزو شبکو کې په لیکنو استدلال کوي چې د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ټګي برګي شوې.

د همدغو ګواښونو له کبله یو شمیر کسانو چې د هیواد په بیلا بیلو برخو کې یې د انتخاباتو په ادارو کې کار کاوه، خپلې دندې پریښي.

دا مطلب هم ولولئ د ۲۰۲۰ کال د انتخاباتو د تحقیقاتو ځانګړې کمیټه د تحقیقاتو نتیجه خپروي

په ځینو ایالتونو کې بیا د انتخاباتو کار کوونکو ویلي چې نشي کولی تر ۲۰۲۴ پورې چې د جمهوري ریاست انتخابات کیږي، دا کسان پخپلو دندې پاتې شي. دې کسانو ویلي چې له یوې خوا پرې د سیاستوالو لخوا بریدونه کیږي او له بلې خوا ورته د عامو خلکو لخوا ګواښونه.

په ټولې امریکا کې د انتخاباتو مسؤلینو ویلي چې د انتخاباتو پر ورځ د ګډوډۍ د مخنیوي لپاره د امنیتي ادارو سره په ګډه کار کوي او ډیرو یې خو لا ویلي چې خپلو مامورینو ته یې د ډزو او شخړو پر مهال د حالاتو د کنټرولولو لپاره روزنې هم ورکړي.

دا د ۱۹۶۰ لسیزې راپدیخوا چې د انتخاباتو په مرکزونو کې به وسله والو افسرانو ډیری وخت تور پوستي امریکایان په انتخاباتو کې د ګډون څخه بیرول لومړی ځل به وي چې دا ډول اقدامات د مسؤلینو او رای ورکونو د ډاډګیرنې لپاره کیږي او هغه هم د متحده ایالاتو په شان هیواد کې چې د انتخاباتو اړوند تشدد پکې ډیر لږ کیږي.