ولسمشر، کانګرس او مروانا - امریکایان نن ګڼې رایې ورکوي

په رای پاڼو کې د دغه بوټي د قانوني استعمال پوښتنه لیکل شوې ده.

د امریکا یوه په څلورمه برخه وګړي په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د تفریح لپاره د مروانا ( د بنګو بوټي) استعمال په کې قانوني دی. که د جمهوري ریاست د انتخاباتو په ورځ امریکایان مروانا هم وټاکي، نو د دغه نشه يي بوټي استعمال به په کلیفورنیا، ماساچوستس او په دريو نورو ایالتونو کې هم قانوني شي.

په رای پاڼو کې د دغه بوټي د قانوني استعمال پوښتنه لیکل شوې ده. مروانا د چرس او حشیش په څېر د بنګو یو نشه یي بوټی دی. په عمومي ډول د امریکا په ۲۵ ایالتونو کې د تفریح او درمل لپاره د دغه بوټي څخه د جوړو شویو ځینو نورو نشه يي توکو استعمال قانوني دی.

د مروانا استعمال د امریکا په څلورو ایالتونو واشنگټن، اوریګن، کلورادو الاسکا او په واشنګټن ډي سي کې قانوني دی او که خلک یې په کلیفورنیا کې د قانوني کېدو لپاره رایه ورکړي، د متحدو ایالتونو په غربي ساحل کې به د دغه بوټي بیه به نوره هم لوړه شي.

تر انتخاباتو مخکې نظر پوښتنو کې د لږ تر لږه پنځو نورو ایالتونو خلکو هم د مروانا د استعمال د قانوني کېدو پلوي کړې ده.

پر دې سربېره په شمالي دګوتا، مونتانا، ارکنساس او فلوریډا ایالتونو کې به رایه ورکوونکي په رای پاڼو کې د مروانا د قانوني کېدو او نه قانوني کېدو پرېکړه کوي. خو شرط دا دی چې دوی به مروانا د درمل په توګه کاروي او د ډاکټر نسخه هم شرط ده.

په کلفورنیا کې مروانا له ۱۹۹۶ کال راهیسې په کلیفورنیا کې کارول کیږي.

د رویټرز خبري اژانس وايي د مروانا د قانوني کېدو لپاره له ۲۰۱۲ کال راهیسې مبارزه روانه ده، خو کارپوهان وايی چې د مروانا د استعمال، پیر او پلور لپاره باید ځانګړې تګلاره جوړه شي.