د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د امنیت په اړه د امریکا د سفارت اندېښنه

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د میزان پر شپږمه نېټه تر سره کېږي

په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفارت، د تر لاسه شوو شکایتونو په اساس په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ناامنیو، په یو ډول د اسانتیاوي برابرو د نشتوالي او ټاکنیزو درغلیو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د امریکا سفارت پرون دوشنبه د «سپټمبر پر ۲۳مه» په دې اړه پر خپل ټوېټر لیکلي، چې ټول کاندیدان باید د ډموکراټیکو اصولو سره سم عمل وکړي او دغه بهیر ته درناوی ولري.

دغه سفارت همدارنګه په ټاکنو کې له ټولو ښکېلو بنسټونو او امنیتي ارګانونو څخه هم غوښتي، چې د شفافو ټاکنو د تر سره کېدو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو څخه استفاده وکړي.

په کابل کې د امریکا سفارت پر داسې مهال په د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د تر لاسه شوو شکایتونو په اړه اندېښنه ښودلې، چې ټاکل شوې څلور ورځې وروسته یعنې د راتلونکې شنبې په ورځ ولسمشریزې ټاکنې تر سره شي.

دغه ټاکنو ته د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله په ګډون ۱۸ تنه کاندیدان و چې له ډلې دوه تنه زملی رسول او شید محمد ابدالي د محمد اشرف غني په ګټه تېر شول.

دا مهال په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د کاندیدانو ترمنځ کمپاینونه روان دی، چې ټاکل شوې د ټاکنو تر ورځې ۴۸ ساعتونه مخکې پای ته ورسېږي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي، چې د یادو ټاکنو د تر سره کېدو لپاره پوره چمتووالی نیول شوی دی.

دغه کمېسیون همدارنګه ویلي، چې د شفافو ټاکنو د تر سره کېدو لپاره یولک پنځه زره او ۳۳۰ ناظرین کمارل شوي دي.

د ټاکنو کمیسیون وايي چې د دغو ټاکنو لپاره ۱۱ میلیونه او ۳۰۰ زره د رایو پاڼې چاپ کړي دي. د ولسمشرۍ ټاکنو کې د ګډون لپاره څه باندې نهه میلیونه او ۶۰۰ زره رایه ورکوونکو خپل نومونه ثبت کړي.

د افغانستان امنیتي او دفاعي ارګانونو روانه میاشت میاشت د ټاکنو د امنیت په اړه خپلې یوې غونډې کې وویل، چې د یادو ټاکنو د امنیت لپاره ۱۰۰ زره امنیتي سرتېري ګمارل شوي دي.