د امریکا استازی: ډاډه نه یم چې د ایران سره اتومي تړون دې ژر پېښېدونکی وي

د ایران لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی رابرټ مالي.

د اتریش په پایتخت ویانا کې د شاوخوا ۱۱ میاشتو خبرو اترو څخه وروسته چې هدف یې د ایران په اتومي تړون کې د متحده ایالاتو او ایران اسلامي جمهوریت بیرته یو ځای کیدل و، امریکایي چارواکي ډاډه ندي چې پدې هکله تړون دې ژر وشي.

د ایران لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي رابرټ مالي یکشنبه مارچ ۲۷ (وري۷) وویل ډاډه ندی چې د ایران او نړۍ د ځواکمنو هیوادونو تر منځ اتومي تړون دې "ژر پیښیدونکی" وي.

ښاغلي مالي د دوحې په نړیوال فورم کې وویل، " زه ډیر ډاډه کیدی نشم چې دا (د ایران اتومي تړون) به ژر پیښیدونکی وي. څو میاشتې وړاندې مونږ فکر کاوه ډیر نږدې شوي یو".

د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زیاته کړه، " په هرو مذاکراتو کې کله چې موضوعات د ډیرې مودې لپاره پرانیستې وي، دا تاسو ته وایي چې د واټن کمول څومره ګران دي".

د دې امریکایي چارواکي ارزیابي د ایران د ستر مذهبي مشر ایات الله خامنی اي د یو جګپوړي سلاکار کمال خرازي د هغو څرګندونو په غبرګون کې شوې چې ویلي و ښایي ژر یو تړون وشي.

ښاغلي خرازي په خبري کنفرانس کې ویلي و، "هو دا (تړون) ژر پیښیدونکی دی. دا د متحده ایالاتو په سیاسي ارادې پورې اړه لري".

د متحده ایالاتو ځانګړی استازی پداسې حال کې د ایران سره د اتومي تړون د ژر نه کیدو خبر ورکوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین منځني ختیځ ته تللی چې اسرائیل او عربي هیوادونو ته د دې تړون په هکله ډاډ ورکړي.

متحده ایالات او ایران د ۲۰۱۵ کال د هغې اتومي تړون پر سره معاملې ته نږدې شوي چې ایران د نړۍ د قدرت لرونکو هیوادونو سره پدې شرط لاسلیک کړې وه چې د اقتصادي بندیزونو د لیرې کیدو په بدل کې به خپل اتومي فعالیت محدود کوي.

د امریکا مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې پرته لدې چې د پدې تړون کې د نورو هیوادونو سره سلا مشوره وکړي، په یو اړخیزه توګه د تړون څخه ووت او په ایران یې ټول بندیزونه د سره ولګول.

ایران بیا د امریکا د دې اقدام په ځواب کې نه یوازې د یورانیمو د غني کولو کچه لوړه کړله بلکې د غني شویو یوارنیمو ذخیره یې هم لوړه کړله.