امریکا په ۱۱ ایراني چارواکو بندیزونه ولګول

ایران کې د حکومت ضد مظاهرو کې سلګونه تنه وژل شوي او زرګونه نیول شويدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوشنبه اپریل ۲۴ (غوایي ۴) د ایران د حکومت په ۱۱ چارواکو بندیزونه لګولي دي. پر دغو چارواکو شک دی چې د سوله ایزو مظاهره چیانو په ځپلو، نیول کیدو او وژلو کې یې لاس درلود.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویلي چې متحده ایالات د ایران لخوا د بشري حقونو څخه د سرغړاونو غندلو ته دوام ورکوي او د دې هیواد د ولس ملاتړ ته متعهد دي.

د بهرنیو چارو وزارت تر څنګ د متحده ایالاتو د خزانې وزارت هم د څلورو ایرانیانو نومونه په ځانګړې لیست کې اچولي چې ټول یې په ایران کې د بشري حقونو په جدي سرغړاونو کې لاس لري.

د خزانې وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې دا څلور واړه کسان د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو سره په مستقیمه توګه اړیکې لري.

په اعلامیې کې راغلي چې دا اقدام د برتانیې سره په همغږۍ کې شوی او دا چې متحده ایالات به د بشري حقونو د سرغړاونو له کبله د ایران د مسؤل ګڼلو لپاره د خپلو شریکانو او متحدینو سره ګډ کار کولو ته دوام ورکړي.

د دوشنبې ورځې په بندیزونو سره دا د تیر کال د سپټمبر د میاشتې راپدیخوا چې ۲۲ کلنه مهسا امیني د پولیسو په مرکز کې تر بې هوښه کیدو وروسته په روغتون کې مړه شوه او د حکومت پر ضد پراخې ولسي مظاهرې پیل شوې یوولسم ځل شو چې متحده ایالات په ایراني چارواکو بندیزونه لګوي.

د متحده ایالاتو تر څنګ برتانیې او اروپایي اتحاد هم په جګپوړو ایراني چارواکو بندیزونه ولګول.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي دوشنبه اعلان وکړ چې د ایران د سپاه پاسداران په څلورو غړیو د سفر کولو د بندیز تر څنګ د هغوي شتمني په بشپړه توګه کنګل کوي.

اروپایي اتحاد بیا د ایران په اتو جګپوړو چارواکو بندیزونه لګولي چې د پارلمان یو سخت دریځه غړی، د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو یو سیمه ایز قوماندان، د پانګې اچونې ادارې یو چارواکی او د آرین ټیل په نامه د ګرځنده تیلیفونو مخابراتي شرکت پکې شامل دي.

پدې مخابراتي شرکت تور دی چې د ایراني چارواکو سره یې د مظاهره چیانو په پیدا کولو کې مرسته کړې.

د لویدیځو هیوادونو د دې اقدماتو په غبرګون کې ایران هم دوشنبه ناوخته د برتانیې او اروپایي اتحادیې په ۲۱ افرادو د سفر کولو او مالي بندیزونه ولګول.

پدې لیست کې چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت خپور کړی د اروپایي پارلمان غړي، د هالنډ د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره، د برتانیې د بحري ځواکونو قوماندان او د یوې جرمنۍ وسلې جوړولو د شرکت اجرائیوي رئیس شامل دي.