امریکا به د تېر ځل په څېر د کاندیدانو ترمنځ منځگړتوب وکړي؟

د کړکېچ د نړیوالې ډلې څیړونکی گرام سمیت د اشنا تلویزیون سره د مرکې پر وخت

محمد اشرف غني د ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلانیدو وروسته په لومړنۍ وینا کې پر سیالو کاندیدانو غږ وکړ چې د لوبې قاعده دې د افغانستان د قوانینو په اساس رعایت کړي او "قانوني" چلند دې وکړي.

د نورو کاندیدانو لخوا هم د "قانوني" چلند غوښتنه وشوه خو په دې توپیر چې دغه اعلان شوې پایلې یې "تقلبي" وبللې.

د عبدالله عبدالله دفتر د ټاکنو کمېسیون لخوا د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي، "تر څو چې پاکې رایې له ناپاکو رایو څخه نه وي بېلي شوي د ټاکنو کمېسیون لخوا د اعلان شویو رایو پایلې نه مني.

د رایو د پایلو اعلان د ٢٠١۴ کال په څیر روان دی. هغه ځل هم په دوهم دور کې نتیجه جنجالي شوه او د امریکا د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځگړتوب د "ملي وحدت" حکومت رامینځته شو. ایا دا ځل به کاندیدان د شکایتونو د کمیسیون د کار پایلې ومني او که د منځگړي اړتیا به پیښه شي؟

په دې اړه د کړکېچ د نړیوالې ډلې څیړونکی گرام سمیت د اشنا تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې "فکر نه کوم امریکا به دې کار ته علاقه مندي ولري"، خو ښاغلی سمیت زیاته کړه: "تیر ځل، په ٢٠١۴ کال کې امریکایانو په خپل نفوذ سره دواړه کاندیدان د گډ حکومت جوړولو ته اړ کړل، دا ځل ددې کار احتمال نه وینم. برعکس ددې امکان ډېر دی چې د سولې بهیر د کاندیدانو په یو ځای کیدو کې نقش ولوبوي."

د امریکا د سولې په انستیتوت کې د افغانستان د څانگې رییس سکاټ واردن وایي: "زه فکر نکوم چې امریکا به د ٢٠١۴ کال په څیر، دا ځل د انتخاباتو د لانجې د منځگړتوب پلان ولري. فکر کوم تر دې دمه د ټاکنو کمیسیون قانوني چلند کړی او تر کوم ځایه چې زه خبر یم د امریکا حکومت او نړیواله ټولنه غواړي چې افغانستان ددې بهیر په پای کې یو منتخب ولسمشر ولري."

په انتخاباتو کې د لږو خلکو گډون هم د یو نماینده حکومت په رامځنته کولو کې ددې بهیر په وړتیا شکونه زیات کړې دي. ښاغلی سمیت وایي: "[شاوخوا] اته دیرش میلیونه افغانان دي، او ټولې رایې تر دوو میلیونو لږې دي. د ولس اکثریت د هیواد په سیاسي بهیر کې گډون نلري."

ښاغلی سمیت زیاتوي: "سوله ځکه ضروري ده چې د افغانستان ټولې سیمې په یو واحد حاکمیت کې وشمیرل شي او ټول افغانان په انتخاباتي بهیر کې د گډون موقع ولري".

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس بیا د لومړنیو پایلو د اعلان په اړه د خوښۍ په ښودلو سره ویلي چې، د وروستیو پایلو د اعلان لپاره ډېرو نورو ګامونو ته اړتیا ده.

هغه پر خپل ټوېټر لیکلي:"دا ډېره مهمه ده او باید په یاد وساتئ چې دا پایلې لومړنۍ پایلې دي، د وروستیو پایلو د اعلان لپاره ډېرو نورو ګامونو ته اړتیا ده تر څو پر پایلو باندې د افغانانو باور ډاډمن کړي."

روښانه نه ده چې دغه "ډیر نور گامونه" به څه وي او د انتخاباتو پر پایلو به د څومره افغانانو باور ترلاسه کړي.