د امریکا د حکومت ځنې برخې وتړل شوې

د امریکا د متحده ایالاتو د فدرال حکومت شاوخوا څلورمه برخه د واشنگټن ډي سي په وخت د شنبې د شپې له ١٢ بجو وروسته وتړل شوې.

د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ او ددې هیواد د کانگرس ترمنځ د نه موافقې له وجې د دولت د څه دپاسه ٨٠٠ زره مامورینو دندې ودریدې او ددغو کارکوونکو څه دپاسه نیمایي برخه یې پرته له کوم مزد څخه باید کار ته دوام ورکړي.

د سنا مجلس د هغو کارکوونکو لپاره یوه لایحه تصویب کړه چې پرته له کوم مزد کار ته دوام ورکوي. ددې لایحې له مخې به د دولت دغه کارکوونکي کله چې تړل شوې دولتي ادارې بیرته په کار پیل وکړي، د کار حقوق ترلاسه کړي.

څرگنده نده چې د امریکا د فدرال حکومت دغه څلورمه برخه ادارې به تر کومه تړلې وي. دا په روان میلادي کال کې دریم ځل دی چې د لنډې مودې لپاره د مرکزي حکومت ځنې ادارې د بودجې پر سر د اختلاف له وجې تړل کیږي.

د حکومت د تړل کیدو عمده دلیل د سپینې ماڼۍ او د کانگرس د دموکراتو غړو ترمنځ د مکسیکو او متحده ایالاتو په پوله د دیوال جوړولو د پروگرام پر سر اختلاف دی.

جمهور رئیس دونالد ټرمپ غواړي چې د ٢٠١٩ کال بودجه کې پنځه میلیارد ډالر د دغه سرحدي دیوال د جوړولو لپاره ورکړل شي.

خو دموکراتان ددې کار سره مخالف دي. د همدې اختلاف له وجې د راتلونکي کال بودجه تصویب نشوه. هر کله چې د سپینې ماڼۍ او کانگرس ترمنځ توافق ترلاسه شي د حکومت تړل شوې برخه به بیرته په کار پیل وکړي.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ تیره ورځ هیله څرگنده کړه چې دغه وضعیت ژر تر ژره پای ته ورسیږي.