میشل او ملانیا، دوه لومړنۍ میرمنې – دوه بیلې سلیقې

میلانیا ټرمپ دمخه د فیشن او کالیو ماډله وه

د ٢٠٠٨ کال د انتخاباتو په ورځ زیات شمیر امریکایان د امریکا د تورپوستي جمهور رئیس د برالیتوب تاریخي شیبې حیران کړي وو، خو زیات شمیر نورو بیا هغه کالیو ته سترگې نیولې وې چې د امریکا لومړنۍ تورپوستې میرمنې اوغوستي وو.

میشل اوباما دغې تاریخي ورځې ته د "نارسیسو رودریگز" د مارک، یوه گرده غاړه کمیس اغوستی و چې سمدستي د مود او فیشن د کارپوهانو ترمنځ پرې بحثونه وشول. یو شمیر وویل سترگې ځوروي او نورو بیا وویل چې ددغه لباس اغوستل یوه سهوه وه. ډیر سره همفکره وو چې میرمن اوباما په کالیو اغوستو کې ښه سلیقه نه لري.

د امریکا د متحده ایالاتو د ٢٠٠٨ کال په انتخاباتو کې د خپل میړه د بریالیتوب په شپه د میشل اوباما د کالیو ښه صفت ونه شو.

د فرهنگي او ښکلیو هنرونو چارو منتقد جف واین ستاین، د میشل اوباما کالي د بارک اوباما د زیږیدنې د ځای هاوایي سره تشبیه کړل. خو یو شمیر نورو د میرمن اوباما صفت وکړ چې د یو امریکایي مارک کالي یې ددې خاصې شپې لپاره انتخاب کړي وو.

په نیویارک کې د بارنیز د لوکسې مغازې د مود مدیرې جولی گیلهارت، وویل "د میشل اوباما کالي بې تظاهره او بې الایشه وو، او نارې یې وهلې چې د خپل ځان په څیر اوسئ او اجازه مه ورکوئ چې خلک تاسې ته ووایي چې څنگه کالي واغوندئ."

څلور کاله وروسته د ٢٠١٢ کال په انتخاباتو کې په هغه شپه چې بارک اوباما د دوهم ځل لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس په توگه انتخاب شو، د خپلو دوو لوڼو ساشا او ملیا سره بیا هم په صحنه کې د میړه څنگ ته راڅرگنده شوه او بیا یې هم ټول حیران کړل – د میشل کالي نوي نه وو.

میشل اوباما د ٢٠١٢ کال په انتخاباتو کې د خپل میړه د برالیتوب په شپه زاړه کالي اغوستي وو.

لومړۍ میرمنې د «مایکل کورس» د مارک یو کمیس اغوستی و چې دمخه یې په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو کې په نورو محفلونو کې هم اغوستی و او یواځې د هغې دپاسه یې د څلور کاله دمخه په څیریو تور جاکټ په تن کړی و. دا ځل هم په تیرو څلورو کلونو د هغې په لاس ته راوړونو سترگې پټې کړې او د هغې په تکراري لباس اغوستلو یې انتقادونه وکړل.

خو ملانیا ټرمپ، د لباس پخوانۍ ماډله او د امریکا راتلونکې لومړۍ میرمن د میشل اوباما برخلاف د انتخاباتو او د خپل میړه دونالد ټرمپ د بریالیتوب په شپه د "رلف لورن" د مارک د یو عاج رنگه ډیر شیک او ښکلي لباس سره راڅرگنده شوه چې دغه لباس سږکال ډیر مود شوی دی.

د میلانیا ټرمپ کالیو د زیات شمیر خلکو پاملرنه ځان ته را اړولې ده.

د ملانیا دغه کالي د امریکا نامتو طراح جوړ کړي او په ایټالیا گنډل شوي و او په متحده ایالاتو کې شاوخوا په ۴٠٠٠ ډالرو پلورل کیږي. د ملانیا کالي د منتقدینو له لورې تائید شول.

د امریکایي رسنیو د رپوټونو له مخې د امریکا د اسهامو بازار د چارشنبې د ورځې په لومړیو کې د جمهوري ریاست د نتیجو له اعلان وروسته سقوط وکړ. اکثر خلک د ښاغلي ټرمپ له بریالیتوب نه حیران او ځنې هم غمجن شول، خو ددغه اندیښنو په ترڅ کې یو شمیر په دې پوه شول چې "د ملانیا ټرمپ په څیر وریښمین کالي په امریکا کې د ښځو لپاره ډیر مود شوي دي."