امریکایي ځواکونو یمن کې د حوثیانو اته بې پیلوټه الوتکې له منځه وړي

د متحده ایالاتو پوځ وایي امریکایي ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په یمن کې د حوثي شعیه یاغیانو پورې اړوندې لږ تر لږه اته بې پیلوټه یا ډرون الوتکې له منځه وړي دي.

د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ سه شنبه جون ۱۸ ( غبرګولي ۲۸) په یوې اعلامیې کې ویلي چې امریکایي ځواکونو دا ډرون الوتکې په یمن کې د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې په "بریالۍ توګه" له منځه وړي دي.

ایران د دې یاغیانو تر شا ولاړ دی.

د سنټکام په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې همکارو ځواکونو د عدن خلیج پر سر هم د حوثیانو یوه بې پیلوټه الوتکه له منځه وړې او دا چې پدې عملیاتو کې د متحده ایالاتو او ائتلافي ځواکونو غړیو ته هیڅ ډول زیان ندی رسیدلی او نه یې هم مالي زیان درلود.

په یمن کې میشت حوثي یاغیان چې ایران یې تر شا ولاړ دی، د تیر کال نومبر میاشتې راهیسې یې په سرې بحیرې او عدن خلیج کې په سوداګریزو او نورو کښتیو د ډرون او توغندیو بریدونه پيل کړي او وایي دا کار په غزې کې د فلسطینیانو سره د خواخوږۍ په خاطر کوي.

په کښتیو د حوثیانو دې بریدونو د کښتیو تګ راتګ په یوې مهمې لارې کې امنیتي ستونزې پیدا کړي چې له همدې کبله متحده ایالاتو او بریتانیې د روان میلادي کال د جنوري میاشتې راهیسې په یمن کې د حوثیانو په وسلو او نورو نظامي تاسیساتو هوایي بریدونه پیل کړي چې هغوي په نظامي لحاظ کمزوري کړي او پرې نږدې چې دا ډول بریدونه جاري وساتي.

د حوثیانو دې بریدونو له کبله نه یوازې دا چې د سوداګریزو کښتیو بیمه بیخي ډیره لوړه شوې بلکې همدارنګه اوس کښتۍ د سرې بحیرې پر ځای د افریقا لویې وچې په جنوب کې اوبو کې تیریږي چې ډیره اوږده ده او له همدې کبله یې لګښت ډیر شوی.

د ایران له ملاتړ څخه برخمن د یمن حوثي یاغیان د غزې په تړانګه کې له فلسطینیانو سره د ملاتړ او پیوستون په موخه په سور سمندرګي کې د امریکا د کښتیو په ګډون پر سوداګریزو کښتیو بریدونه کوي.

دغو یاغیانو ګواښ کړی دی چې تر هغو به پر کښتیو باندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي تر څو چې د فلسطینیانو پر ضد د اسرائیل عملیات بند نه شي.

د عدن په خلیج او سرې بحیرې کې په سوداګریزو او نظامي کښتیو د حوثیانو همدې بریدونو په پایله کې د متحده ایالاتو او بریتانیې ځواکونو په یمن کې دننه ددې یاغیانو په مرکزونو هوایي بمبارۍ پیل کړلې تر څو هغوي په نظامي لحاظ کمزوري او دیته پرې نښودل شي چې دا ډول بریدونه روان وساتي.