چارواکي: د افغانستان نه نژدې ۴۰ سلنه بهرني ځواکونه وتلي

د امریکا د متحده ایالاتو مرکزي قومانداني وایي د افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو بهیر له ۳۰ څخه تر ۴۰ فیصدو پورې بشپړ شوی دی.

دغې قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د سي ۱۷ پوځي الوتکې د ۳۰۰ بارونو په اندازه تجهیزات له افغانستان څخه ایستل شوي دي او شاوخوا ۱۳۰۰ ټوټې تجهیزات د ویجاړولو لپاره د دفاعي لوژستیک ادارې ته سپارل شوي دي.

د امریکا د مرکزي ځواکونو قوماندان چې د افغانستان په ګډون په سیمه کې د امریکایي ځواکونو عملیات څاري ویلي دي چې تر اوسه شپږ پوځي اډې د افغانستان دفاع وزارت ته سپارل شوي دي.

دا پداسې حال کې دي چې یو افغان امنیتي مقام د سه شنبې په ورځ جون لومړۍ نیټه (غبرګولي ۱۱) وویل چې د امریکا پوځ به د شاوخوا شل ورځو وروسته د بګرام هوایي اډه د افغانستان د دفاع وزارت مقاماتو ته وسپاري.

دغه امنیتي مقام زیاته کړه چې د دفاع وزارت ددې کار د مدیریت لپاره ځانګړې کمیټې جوړې کړې دي.

د امریکا یو دفاعي مقام هم د نیټې له ټاکلو پرته د فرانسې خبري اژانس ته وویل: "زه کولای شم چې تائید کړم چې د بګرام هوایي اډه به وسپاروو".

دغه امنیتي مقام زیاته کړه چې د دفاع وزارت ددې کار د مدیریت لپاره ځانګړې کمیټې جوړې کړې دي.

پدې ترڅ کې د امریکا یو دفاعي مقام هم د نیټې له ټاکلو پرته د فرانسې خبري اژانس ته وویل: "زه کولای شم چې تائید کړم چې د بګرام هوایي اډه به وسپاروو".

دغه اډه چې په ۱۹۸۰ لسیزې کې د پخواني شوروي اتحاد له خوا جوړه شوی وه، په افغانستان د امریکایي او ناټو ځواکونو تر ټولو ستر پوځي تاسیسات ګڼل کیږي.

دغه اډه د دوو تیرو لسیزو په ترڅ کې د امریکايي ځواکونو د سوق او عملیاتو مرکزاو په زرګونو طالب جنګیالي په کې بندیان وو.

امریکایي ځواکونو تر اوسه د کندهار د هوایي اډې په ګډون چې په هغه هیواد کې دوهمه ستره پوځي اډه وه، څو اډې د افغانستان پوځ ته سپارلي دي.

د افغانستان څخه د امریکایي او نړیوالو ځواکونو د وتلو بهیر په رسمي توګه د مۍ میاشتې په لومړۍ نیټه پیل شوی او ټاکل شوې ده چې د سپتمبر تر ۱۱ پورې بښپړ شي.

له افغانستان څځه بهرني ځواکونه پداسې حال کې وځي چې د طالبانو او افغاني ځواکونو ترمنځ نښتې په ټول هیواد کې روانې دي.

د سولې خبرې چې د تیر کال د سپتمبر په میاست کې په قطر کې پیل شوي تر اوسه یې کومه د پام وړ نتیجه نده ورکړې.

د سه شنبې په ورځ د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي یو شمیر غړي د بین الافغاني خبرو د بیا پیل کیدو په هیله دوحې ته ولاړل.

د سولې په جارو کې د دولت د وزارت ویاندې ناجیه انواري د فرانسې خبري اژانس ته وویل: "زمونږ ټیم د جدي خبرو لپاره تیار دی. دغو جګړو ته هیڅ پوځي حل لاره نشته"، خو زیاته یې کړه چې د خبرو د بیا پیل کیدو لپاره هیڅ کومه نیټه نده ټاکل شوی.

تیره میاشت دواړو خواو موافقه وکړه چې مذاکرات چټک کړي او د کوچني اختر وروسته یې پیل کړي.