امریکا: داعش په نړیوالو اهدافو د تروریستي بریدونو کولو وړتیا لري

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پټېل ویلي چې داعش ډله یوه نړیواله تروریستي شبکه ده چې په نړیوالو اهدافو باندې د تروریستي بریدونو ترسره کولوهیله او وړتیا لري.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پټېل وايي د اسلامي دولت یا داعش - خراسان څانګه په نړیوالو اهدافو باندې د تروریستي بریدونو کولوهیله او وړتیا لري.

ښاغلي پټېل پنجشنبې ناوخته اګست اول( زمري ۱۱) خبري کنفرانس ته د وینا پرمهال په افغانستان کې د تروریستي ډلو د شتون په اړه د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې په ددې ډاډ د ترلاسه کولو لپاره چې له افغانستان څخه بیا د امریکا په متحده ایالاتو او ددغه هیواد په متحدینو باندې تروریستي برید ترسره نشي له نږدې کار کوي.

هغه وویل:" په دې اړه مو دمخه هم یو څه څرګندونې کړې وې. د اسلامي دولت د خراسان څانګې داعش ډله یوه نړیواله تروریستي شبکه ده چې په نړیوالو اهدافو باندې د تروریستي بریدونو ترسره کولوهیله او وړتیا لري. لکه چې مونږ په پرله پسې ډول ویلي، مونږ په دې کار کوو چې دا ډاډ ترلاسه کړو چې افغانستان بیا هیڅکله د امریکا په متحده ایالاتو او د زمونږ د متحدینو پرخلاف د تروریستي بریدونو د ترسره کولو د ځای په توګه ونه کارول شي".

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وویل امریکا په افغانستان کې د تروریستي بریدونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ټول حکومت په توګه د یو چلند له مخې هڅې کوي.

هغه وویل:" مونږ د دغې سیمې په ګډون خپلو شریکانو او متحدینو سره همکاري کوو او مونږ له افغانستان څخه د بیا بهرنیو ګواښونو د سر راپورته کولو د مخنیوي لپاره د ملګرو سره د تروریستانو د ګمارلو پر ضد د هڅو په ګډون په ډیرې هوښیارتیا سره کارکوو".

د داعش ډلې په اړه د ودانت پټېل ددغو څرګندونو دمخه د ملګر ملتونو د امنیت شورا پر بندیزونو د څارنې ډلې د جولاۍ د میاشتې په لسم ( چنګاښ ۲۰) په یو راپور کې خبرداری ورکړی وو چې افغانستان کې د القاعده او اسلامي دولت د خراسان څانګې داعش په څیر د ډلو په شتون کې د ناامنۍ د منبع په توګه به باقي پاتې شي.

په دې راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې افغانستان ته "لاهم د ترهګرو ډلو لخوا د یوې مجازې یا دوستانه سیمې" په توګه کتل کیږي.

راپور زیاتوي چې "د افغانستان په اکثره ولایتونو کې د یو شمیر تروریستي ډلو پر وړاندې د طالبانو پرله پسې زغم، ترهګرۍ ته داسې شرایط برابر کړي چې ګاونډیو هیوادونو ته نفوذ وکړي."

خو د طالبانو د حکومت د استخباراتو د ریاست سرپرست عبدالحق وثیق په افغانستان کې د تند لارو افراطي ډلو د شتون په تړاو راپورونه په سیمه کې د بدګمانۍ رامنځ ته کولو لپاره د ځینو استخباراتي شبکو هڅه ګڼلې او د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

وثیق د جولاۍ ۲۵( زمري څلورم) په کابل کې د کورنیو چارو په وزارت کې یوې غونډې ته په وینا کې، په افغانستان کې د افراطي ډلو د شتون په اړه د رسنیو راپورونه د عامه ذهنونو د منحرف کولو هڅه وبلله.

هغه وویل:" په افغانستان کې د هغو ډلو مرکزونه چې د ځینو نړیوالو سازمانونو په راپورونو کې یادې شوي، شتون نلري او هیڅ فعالیت وجود نلري، اما افغانستان د ځینو ډلو د مخربو فعالیتونو قرباني دی چې د افغانستان په ګاونډ او سیمه کې مرکزونه لري او کار کوي

د هغه د وینا له مخې ځینې نړیوال سازمانونه په افغانستان کې د ځینو افراطي ډلو د شتون او فعالیتونو په تړاو د درواغو راپورونه خپروي، چې دغو سازمانونو ته دا معلومات د سیمې او د نړۍ د ځینو استخباراتي شبکو له خوا ورکول کیږي."

د طالبانو د حکومت د استخباراتو عمومي رئیس د سیمې او نړۍ هیوادونو ته سپارښتنه وکړه چې باید ددغو استخباراتي سازمانونو او شبکو "خطرناکو نقشو" ته متوجه اوسي او دا ډول اقدامات د هیچا په ګټه نه دي.

هغه وویل:" که چیرې نړۍ د جذب ددغو مرکزونو مخنیوی ونکړي، کیدای شي په نږدې راتلونکې کې د نه پاملرنې له امله به درنه بیه ورکړي او د خطرناکو عواقبو سره به مخ شي."