ټرمپ د فرانسې او جرمني له مشرانو سره تلیفوني خبرې کړي

د فرانسې د حکومت یوې منبع ویلي چې د امریکا او فرانسې مشرانو په "ښه فضا" کې تقریبا اته دقیقې خبرې وکړې

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ او د فرانسې جمهور رئیس فرانسوا هولاند د جمعې په ورځ تلیفوني خبرې وکړې او موافقه یې وکړه چې د منځني ختیځ او اوکرائین په څیر د عمده مسایلو په اړه خپل موقفونه روښانه کړي.

د فرانسې د حکومت یوې منبع د رویترز اژانس ته ویلي دي چې ددغو دوو مشرانو ترمنځ خبرو تقریبا اته دقیقې دوام وکړ او خبرې په "ښه فضا" کې ترسره شوې.

د فرانسې جمهور رئیس فرانسوا هولاند

منبع وایي "دوی د عمده موضوعاتو لکه د تروریزم پر ضد جگړې، اوکراین، سوریې، د ایران اتومي موافقې او د پاریس د چاپیریال د بدلون د موافقې په اړه د خپلو موقفونو د روښانه کولو لپاره په گډ کار موافقه وکړه".

له بلې خوا د جرمني د صدراعظمې ویاند د جمعې په ورځ وویل چې انگلا مرکل د امریکا د منتخب جمهور رئیس دونالد ټرمپ سره په تلیفوني خبرو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوږدمهاله همکاریو په اړه خبرې وکړې.

د رویترز د خبري اژانس په وینا د میرمن مرکل ویاند گیورگ شترایتر، یواځې دومره ویلي دي چې دغو مشرانو د پنج شنبې په ورځ خبرې کړې دي خو د موضوع د نورو جزیاتو په اړه یې له تبصرې ډډه کړې ده.

انگلا مرکل او دونالد ټرمپ

دغو دوو مشرانو تر اوسه له یو بل سره مخامخ لیدنه کتنه نه ده کړې.

دوه میاشتې دمخه ښاغلي ټرمپ په یوه وینا کې د مرکل نوم اخیستی و او ویلي یې وو چې د مهاجرو په وړاندې د جرمني سیاست یوه وحشتناکه نمونه ده. هغه همداشان هیلري کلنتن د انگلا مرکل سره پرتله کړې وه.

ښاغلي ټرمپ ویلي وو چې هیلري کلنتن غواړي د امریکا انگلا مرکل شي او تاسې پوهیږئ چې د مهاجرت دغه سیلاب جرمني او د جرمني خلکو ته څه غمیزه رامنځ ته کړې ده.

د ښاغلي ټرمپ په ځواب کې هماغه وخت د مرکل دفتر اعلان کړی و چې د ځواب ویلو اراده نه لري او نه غواړي چې د امریکا په انتخاباتو کې دخالت وکړي.

د جرمني د ویاند په وینا ټاکل شوی چې د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما راتلونکې اونۍ په برلین کې د میرمن مرکل سره وگوري او د اروپایي ټولنې او امریکا ترمنځ د آزادې سوداگرۍ په هکله سره نظریات شریک کړي.

جرمني په اروپا کې د واشنگټن عمده او مهم متحد دی او دواړه هیوادونه سره ډیرې نژدې اړکې لري.