امریکا د مصر او اسرائیل پرته د ټولو هیوادونو سره مالي مرستې بندې کړلې

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو نوي وزیر، مارکو روبیو جمعه جنوري ۲۴ ( سلواغې پنځمه) په یو یاداشت کې د مصر او اسرائیل تر منځ د نړۍ په ټولو هیوادونو د امریکا مرستې بندې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت دغه یاداشت چې د فرانس پریس خبري اژانس لیدلي پکي لیکل شوي چې د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ اجنډا سره سم هیڅ نوې مالي مرستې باید ونشي او نه هم د پخوانیو مرستو موده تمدید شي.

د وزارت په یاداشت کې پدې هکله څه ندي ویل شوي چې دا مرستې ولې بندې شوي خو یوازې دومره یې ویلي چې تر هغې دې دا مرستې بندې وي تر څو د نویو او پخوانیو مرستو د ارزیابۍ او منل کیدو پروسه نه وي بشپړه شوې.

د بهرنیو چارو وزیر د ارزیابۍ پیل کیدو او بشپړیدو نیټه هم نده یاده کړې.

مصر په غزې کې د اسرائیل- حماس تر منځ د اوربند او برمته شویو کسانو خوشې کیدو په موافقې کې د متحده ایالاتو او قطر سره په ګډه مهم نقش درلود.

د غزې تړانګې ته اکثریت مرستندویه مواد هم له مصر څخه ورځي او ښایي همدا یې دلیل وي چې پدې هیواد مرستې ندي بندې شوي.

مارکو روبیو چې د بهرنیو چارو وزیر په توګه تر ټاکل کیدو وړاندې د متحده ایالاتو د سنا مجلس غړی و، په افغانستان باندې یې د امریکا د مرستو بندیدو غوښتنه هم کړې وه.

روبیو د "نړیوالو ترهګرو د تمویل د بندیدو قانون" په نوم یوې لایحې کې چې د سنا مجلس ته یې وړاندې کړې وه، ویلي و "تر هغه چې ډاډ ترلاسه نشي چې د امریکا او د مالیه ورکونکو مرستې د ملګرو ملتونو د سازمان له لارې طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته نه رسیږي، او نغدي محملې د متحده ایالاتو د بندیزونو څخه سرغړونه نده، د ملګرو ملتونو سره د امریکا مالي مرستې باید بندې شي."

سره لدې چې امریکایي چارواکي اندیښنه لري د افغانستان سره د بهرنیو مرستو څخه طالبان ګټه اخلي خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د مالیې وزارت غږ ته ویلي چې دغه نغدي مرستې په افغانستان کې د نړیوالو موسسو له خوا کارول کیږي او دوی په دې کې هیڅ ونډه نه لري.

تر دې وړاندې د متحده ایالاتو دې تر ټولو لوړ پوړي دیپلومات ویلي و چې د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا د حکومت ډیپلوماسي پر اساسي ملي ګټو تمرکز کوي.

روبیو د ټرمپ د کابینې لومړنی غړی و چې د سنا تائید یې ترلاسه کړه. هغه د خپلو موخو په اړه په یو بیان کې ویلي چې د امریکا ټول لګښتونه او بهرنۍ چارې "باید درې پوښتنو ته د ځواب په ویلو توجیه شي: ایا دا کار امریکا لا مسئونه کوي؟ ایا دا امریکا نوره ځواکمنه کوي؟ ایا دا امریکا نوره سوکاله کوي؟"

ښاغلي روبیو د ټرمپ هغه ژمنه تکرار کړه چې وايي امریکا ته د ګڼ شمېر هغو کډوالو د ننوتلو مخنیوی کوي چې د مهاجرت قانوني اسناد نلري.

دغه ۵۳ کلن جمهوري غوښتونکي سناتور ژمنه وکړه چې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه به امریکا ته لومړیتوب ورکړي. هغه وویل: "زموږ ملي ګټو ته د لومړیتوب ورکولو معنی انزوا نه ده بلکې دا عامه درک دی چې زموږ بهرنۍ پالیسي زموږ په ملي ګټو متمرکزه وي.