امریکایي او فرانسوي ځواکونو په سره بحیره کې د حوثي یاغیانو بې پیلوټه الوتکې ویشتلې

حوثي یاغیانو د نومبر له میاشتې راهیسې په سور سمندرګي کې په بیړیو بریدونه پیل کړي، وایي دا کار یې له فلسطینیانو سره د پیوستون کمپاین دی

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د شنبې په ورځ، مارچ نهمه (کب ۱۹مه) وویل چې په یمن کې یې د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ددغې ترهګرې ډلې د کښتیو ضد دوو توغندیو په وړاندې دفاعي برید ترسره کړی دی.

سنتکام د ایکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې "په سیمه ییز وخت د سهار د څلور او شپږنیمو بجو ترمنځ حوثي یاغیانو له یمن څخه د سرې بحیرې او عدن خلیج په لور د کښتیو ضد دوه بالستیک توغندي وار کړل، چې هدف یې د (پراپل فورچین) کښتۍ وه.

په دغه پیغام کې راغلي: "دا بېړۍ د سینګاپور اړوند او د دغه هېواد تر بیرغ لاندې فعالیت کوي، خو دغه توغندي په بېړۍ ندي لګیدلي. همدارنګه د مرګ ژوبلې او احتمالي زیان په اړه څه نه دي ویل شوي. د امریکا د پوځ دغه اقدامات د سوداګریزو کښتیو د تګ راتګ او د نړیوالو اوبو خوندي کول دي."

په عین حال کې، رویټرز اژانس راپور ورکړی چې امریکایي او فرانسوي ځواکونو د شنبې په ورځ په سور سمندرګې کې د یمن د حوثي یاغیانو په لسګونه بې پیلوټه الوتکې وروسته له هغه له منځه یوړې چې د عدن په خلیج کې د متحده ایالاتو په یوې کښتۍ برید وشو.

د حوثي یاغیانو د ډلې د پوځ ویاند یحیی سریع د شنبې په ورځ، مارچ نهمه په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل، چې دوی د ۳۷ بې پیلوټه الوتکو په وسیله په سور سمندرګي او د عدن په خلیج کې په باروړونکو کښتیو او د امریکا په یو شمېر جنګي بېړیو بریدونه کړي دي.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي چې د متحده ایالاتو سمندري کښتیو او الوتکو د سره سمندر په سیمه کې د حوثیانو ۱۵ بې پیلوټه الوتکې ویشتلي دي چې د ایتلاف کښتیو ته یې سمدستي ګواښ رامنځته کړی و.

د فرانسې پوځ هم په یو بیان کې ویلي چې د دغه هېواد یوې جنګي بېړۍ او جنګي جټ الوتکو څلور ډرون چې د اروپايي بېړیو د ماموریت پر لور روانې وې، له منځه وړي دي.

حوثي یاغیانو د تیر کال د نومبر له میاشتې راهیسې په سور سمندرګي کې په بیړیو بریدونه پیل کړي چې د دوی په وینا دا کار یې د غزې په جګړه کې له فلسطینیانو سره د پیوستون کمپاین دی.