امریکا افغان ځواکونو ته د ۸۴ میلیون ډالرو په ارزښت وسایل اخیستي 

افغان ځواکونه

امریکا په دریو میاشتو کې د افغانستان امنیتي او دفاعي‌ ځواکونو ته د ۸۴.۱ میلیون ډالرو په ارزښت وسایط، مهمات او پرزې اخیستې دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو سر مفتش (سیګار) په خپل تازه راپور کې ویلي‌ دي چې دا وسایط او مهمات د ۲۰۲۰ د اګست د ۳۱ څخه د اکتوبر د ۳۱ پورې مودې کې اخیستل شوي‌ دي.

سیګار وايي دا تجهیزات مخکې پېرودل شوي او لا یې هم افغان ځواکونو ته سپارل روان دي. سیګار وايي په دغو وسایطو کې ۲۱۷ هاموي موټر هم شامل دي چې ۵۱.۸ میلیون ډالر ارزښت لري.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي ‌وو چې د ۲۰۱۷ د وسایطو د تګلارې له نوې کېدو وروسته، د امریکايي د پوځ ‌شاوخوا ۱۶۰۰ ترمیم شوي ‌زرهي‌ هاموي افغان ځواکونو ته سپارل شوي‌ دي.

سیګار وايي د ترمیم شویو هاموي قیمت تر نوي‌ هاموي‌۸۰ زره ډالر کم دي.

پر دې سربېره امریکا د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ افغان ځواکونو ته ۶۰۰۰ نوي هاموي موټر اخیستي‌ دي.

د سیګار د راپور له مخې د ژمنې په اساس امریکا د ۲۰۰۵ څخه نیولې تر ۲۰۱۸ پورې د افغان ځمکنیو او هوايي ځواکونو په روزنې او تجهیز باندې ۱۲.۶ میلیارد ډالر لګولي دي.

هوايي بریدونه

سیګار وايي چې د ۲۰۲۰ په وروستیو دریو میاشتو کې د افغان ځواکونو د دفاع لپاره د امریکايي ځواکونو هوايي‌بریدونه زیات شوي دي.

د ۲۰۲۰ په فبرورۍ کې د امریکا-طالبانو له تړون وروسته امریکایي ځواکونو پر طالبانو تعرضي هوايي بریدونه بند کړل.

طالبانو څو ځلې امریکایي ځواکونه تورن کړل چې تړون یې مات کړی دی،‌ خو افغانستان کې مېشتو امریکایي‌ځواکونو وویل چې د تړون په اساس بریدونه کړي‌دي.

امریکایي ځواکونه وايي په تړون کې راغلي‌ هر کله چې افغان ځواکونه د طالبانو تر برید لاندې راشي،‌ دوی به یې مرستې ته ور ودانګي.‌

سیګار وايي امریکايي ځواکونو د ۲۰۲۰ په وروستۍ برخه کې د نظامي تلفاتو خبر نه دی ورکړی.

د ملکي‌ خلکو تلفات

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت وايي چې د ۲۰۲۰ د اکتوبر د اولې نېټې څخه د ډسمبر تر ۳۱ نېټې پورې ۸۱۰ ولسي افغانان وژل شوي او ۱۷۷۶ نور ژوبل شوي دي.

سیګار د قاطع ملاتړ د ماموریت په حواله لیکلي دي‌ چې له دومره تلفاتو سره بیا هم د کال وروستۍ برخه کې د ۲۰۱۹ د ورستۍ برخې په پرتله ۱۴سلنه ولسي تلفات کم وو.