امریکا د حماس ډلې پر چارواکو او شرکتونو بندیزونه ولګول

پدې اشخاصو کې هغه نومونه هم شامل دي چې په سعودي عربستان کې اوسیږي

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت د سیپتمبر د میاشتې په لسمه د پنجشنبې په ورځ د حماس د وسله ډلې پر مشرانو، مالي تمویل کوونکو او په سعودي عربستان کې میشت په هغه شرکت بندیزونه ولګول چې د فلسطین د حماس وسله والې ډلې ته یی مالي کمکونه کول.

د متحده ایالاتو د خزانې د وزارت لخوا په یادو شویو نومونو کې د حماس د ډلې د سیاسي بیرو غړی صالح الاروري، چې د حماس د ډلې د پیسو د حواله کولو مسولیت یی درلود شامل دی.

په سعودي کې میشت مهرصلاح نومی مالي تمویل کوونکی او یو بل شخص چې د بریتانېې او اردن تابعتونه لري او د امریکا د خزانې د وزارت لخوا په سعودي عربستان کې د حماس د ډلې د مالي کمیټې مشر گڼل کیږي، هم شامل دي.

د دوی تر څنګ د یو سعودي تبعې ابو عبیده خیري حافظ الاغا او د یو مصري تبعې محمد ریدا محمد انور عواد نومونه هم ذکر شوي دي.

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت په سعودي عربستان کې میشت د آسیاف په نوم پر هغه نړیوالې سوداگریزې او پانگه اچگوونکې ډلې هم بندیز ولګو چې د الاغا لخوا یی مدیریت کیدو او د حماس ډلې دپاره یی مالي خدمات ترسره کول.