د امریکا د کانګرس استماعیه؛ په افغانستان کې د نظام د پاشیدلو عوامل څه وو؟

د امریکا د متحده ایالتونو د دفاع وزارت جګپوړي مشران ددې هیواد د کانګرس د استازو مجلس استماعیه غونډې ته بلل شوي وو او د جمهوري غوښتونکو قانون جوړونکو له سختو پوښتنو سره مخ شول.

دغو قانون جوړونکو له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د جمهور رئیس جوبایډن پر پریکړې په نیوکې سره د جمهور رئیس قضاوت او صداقت تر پوښتنې لاندې راوست.

د استازو د مجلس د وسله والو خدمتونو په کمیټه کې جمهوري غوښتونکي مایک راجرز، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو څرنګوالی"بې ساری ناورین" وباله او ویې ویل:" ویره لرم چې جمهور رئیس به بېځایه ویریدلی وي. له افغانستان څخه وتل، په تاریخ کې به د امریکا د یوې سترې ناکامي په توګه ثبت شي."

د امریکا دفاع وزیر جنرال لویډ آسټن، د وسله وال پوځ عمومي لوی درستیز مارک میلي او د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال کنیټ مک کینزي د چهار شنبې په ورځ سپټمبر ۲۹ (تلې ۷) د امریکا د استازو مجلس د وسله والو خدمتونو د کمیټې استماعیه غونډې ته بلل شوي وو.

هغوی تر دې یوه ورځ مخکې د امریکا د سنا مجلس د وسله والو خدمتونو د کمیټې په استماعیه غونډه کې هم د امریکایي سناتورانو په خاص ډول د جمهوري غوښتونکو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

ښاغلي مکنزي د چهار شنبې په ورځ امریکایي قانون جوړونکو ته وویل چې هم ده او هم په افغانستان کې د امریکا جګپوړو نظامي چارواکو سپارښتنه کړې وه چې ۲۵۰۰ امریکایي او په زرګونه د ناټو ځواکونه په هغه هیواد کې وساتل شي. هغه وویل، له وړاندې یې خبرداری ورکړی وو چې په بشپړ ډول له افغانستان څخه وتل به د افغانستان د حکومت او وسله والو قواوو د پاشل کیدو لامل شي.

ښاغلي مکنزي وویل:"د دوحې د تړون لاسلیک، تر هر څه ډیر، د افغانستان پر نظامي قواوو او حکومت ناوړه تاثیرات درلودل، خو د مشخص وخت په ټاکل کیدو سره، موږ هغوی ته یقیني کړه چې څه وخت یې له هیواده وځو او څه وخت هغوی زموږ د ټولو مرستو د پای ته رسیدو انتظار ووسي."

امریکایي‌ ځواکونه له افغانستان څخه د هغه تړون پر اساس ووتل چې د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹ نیټه د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ د واکمنۍ پرمهال د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې لاسلیک شوی وو. ددې هوکړې پر اساس له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو نیټه د ۲۰۲۱ کال د مې میاشتې لومړۍ ټاکل شوې وه، خو جمهور رئیس بایډن د همدې کال په اپریل میاشت کې اعلان وکړ چې امریکایي پوځیان به د اګست میاشتې تر پایه په افغانستان کې پاتې شي.

د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټن هم په افغانستان کې د رامنځ ته شوي حالت اصلي علت، د دوحې د تړون لاسلیک وباله. هغه وویل ددې تړون په لاسلیک کیدو سره پر طالبانو هوایي بریدونه بند شول او د هغه په وینا " طالبان پیاوړي شول او د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې د هغوی عملیاتي موثریت زیات شو."

له دې سره سره جمهوري غوښتونکي پر بایډن تور لګوي چې په افغانستان کې یې د جګړې د ختمیدو او د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه په خپله پریکړه کې د جګپوړو نظامي چارواکو سپارښتنې په پام کې نیولي ندي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي د سه شنبې په ورځ د امریکا په سنا مجلس کې د جګپوړو امریکایي چارواکو له استماعیه غونډې وروسته ، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د جمهور رئیس بایډن پر پریکړو د جمهوري غوښتونکو قانون جوړونکو د نیوکو په غبرګون کې وویل چې ، مشاورانو ښاغلي بایډن ته ویشل شوي نظریات ورکول.

ښاغلي بایډن په اګست میاشت کې له ABC شبکې سره په مرکه کې ویلي وو چې پوځي قومندانانو په افغانستان کې د ۲۵۰۰ پوځيانو د ساتلو په اړه هغه ته مشوره نه وه ورکړې.

جمهوري غوښتونکو قانون جوړونکو ښاغلی بایډن په درواغ ویلو تورن کړ او ویې ویل هغه ژمنه کړې وه حتی د طالبانو د ګړندي پرمختګ سره، افغانستان به په بل ویتنام بدل نشي.

د امریکا د استازو د مجلس د وسله والو خدمتونو په کمیټه کې پر ښاغلي بایدن نیوکې دومره جدي وې چې جمهوري غوښتونکي استازي جو ویلسن د ښاغلي بایډن د استعفا غوښتنه وکړه.

سره له دې چې له افغانستان څخه د نظامي تخلېې په عملیاتو کې شاوخوا ۱۲۴ زره کسان ویستل شول، خو ښاغلي میلي یوځل بیا تصدیق کړه چې دا عملیات" ستراتیژیکه ناکامي" وه او ددې لامل شوه چې طالبان بیا واک ته ورسیږي.

خو دیموکرات قانون جوړونکي بیا جمهوري غوښتونکي تورنوي چې د افغانستان د شل کلنې جګړې د ملامتۍ ټول بار د جمهور رئیس پر اوږو اچوي چې یوازې د جنوري میاشتې راپدیخوا د امریکا جمهور رئیس دی.

د امریکا د استازو مجلس د وسله والو خدمتونو د کمیټې رئیس ادم سمیټ وویل چې له افغانستان څخه د وتلو په اړه د جمهور رئیس له پریکړې سره موافق دی. هغه اکثریت جمهوري غوښتونکي د سیاسي امتیاز اخیستلو په هڅو تورن کړل.

ښاغلي سمټ وویل:"په افغانستان کې د یوه حکومت د جوړیدو لپاره زموږ ماموریت چې وکولای شي په موثر ډول حکومتولي وکړي او طالبان مات کړي، ناکام شوی دی... بالاخره جمهور رئیس بایډن ددې میړانه درلوده چې پریکړه وکړي او ووایي نه موږ په دې ماموریت کې نه بریالي کیږو."

جمهور رئیس بایډن د خپل کار په څه باندې شاوخوا اتو میاشتو کې په افغانستان کې د امریکا د جنګي ماموریت د ختمیدو او د تخیلې د عملیاتو د څرنګوالي له امله له ستر کړکیچ سره مخ دی.

داسې لیدل کیږي چې په تیرو دوو ورځو کې د امریکا په کانګرس کې د امریکا د جګپوړو نظامي چارواکو استماعیه غونډې، په افغانستان کې د ناکامیو په اړه د سترې څیړنې پیل دی.