د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیران د ارام سمندر هیوادونو ته په سفر تللي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني‌ بلینکن (چپ) او دفاع وزیر لوید استن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني‌ بلینکن او دفاع وزیر لوید استن دا اونۍ د ارام سمندر د سیمې هېوادونو ته په سفر تللي دي. د سفر موخه د ارام سمندر په حوزه کې د چین د نفوذ مخنیوی ګڼل کیږي.

ټاکل شوې چې دواړه مشران به د شنبې په ورځ جولای ۲۹ (زمری اوومه) د استرالیا په برسبین ښار کې د د خپلو استرالیايي سیالانو سره پر اقتصادي او امنیتي موضوعاتو وغږیږي.

امریکا داسې مهال پر اسیا او ارام سمندر سیمه تمرکز کوي، چې په سیمه کې د چین نفوذ زیاتېږي.

بلینکن د چهارشنبې په ورځ د نیوزیلینډ په پایتخت ویلینګټن کې ددغه هېواد د صدراعظم کریس هیکینز او بهرنیو چارو وزیر نانایا ماهوتا سره وکتل. بلینکن دوی ته د امریکا، بریتانیا او استرالیا د امنیتي تړون سره د یوځای کېدو بلنه ورکړه.

انتوني بلینکن وویل چې دوی د امریکا، بریتانیا او اسټرالیا امنیتي تړون، په ځانګړي ډول د دغه تړون دویمې برخې ته وده ورکوي. هغه زیاته کړه: "که دوی یې د پرمخ بېولو لپاره مناسب ګڼي، د نیوزیلنډ او نورو ملګرو لپاره پدغه تړون کې د ورګډېدلو فرصت موجود دی. نیوزیلنډ یو باوري ملګری دی."

بلینکن وروسته د ارام سمندر په جنوب کې له لسګونو ټاپوګانو جوړ هېواد ټونګا ته ولاړ او هلته یې د امریکا سفارت پرانیست.

دا مطلب هم ولولئ امریکا، استرالیا او بریتانیا د اتومي اوبتلونو تاریخي تړون لاسلیک کړ

په عین وخت کې د امریکا د دفاع وزیر لوید استن د چهارشنبې په ورځ د دفاع د وزیر په توګه په خپل لومړني سفر پاپوا نیوګیني ته ورسید او ددغه هېواد له صدراعظم جیمز ماراپي سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

د امریکا د سولې د انسټیټیوت څېړونکی براین هارډینګ وايي، امریکا د ۱۹۴۵ کال وروسته وخت په پرتله اسیا او ارام سمندر سیمې ته اوس زیاته توجه کوي.

هارډینګ وايي: "په سیمه کې د امریکا د سفارتونو درلودل، دې سیمې ته د امریکا د جدي پام کولو او د زیاتې راکړې ورکړې برخه ده."

نور شنونکي بیا وايي چې د استرالیا سره د امنیتي اړیکو پیاوړي کول د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو د سفر بله مهمه موخه ده. د ویلسن څېړنیز مرکز غړی شیهوکو ګوټو وايي، په استرالیا کې دا موضوع لویه ده.

نوموړی وايي: "د زیاتو دفاعي امکاناتو، په سیمه کې د دفاعي وړتیاوو او د استرالیا او بریتانیې سره د دې لپاره چې له چین څخه د راټوکېدونکو ګواښونو مخه ونیول شي، کار کول، د دې هڅو بنسټ دی."

بلینکن په سیمه کې د چین چلند ستونزمن او د نورو لپاره د خطر په نوم یاد کړ. خو چین دغه نیوکه ردوي او وايي د اسیا او ارام سمندر هیوادونه له چین سره د همکارۍ هرکلی کړی دی.

په ورته وخت کې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم د ارام سمندر د هیوادونو سره د همکارۍ د پراخولو په موخه سیمي ته سفر کوي. مکرون پرته لدې چې د کوم هېواد نوم واخلي، په ارام سمندر کې د نوموړي په وینا استعمار وغانده، او هغه یې د کوچنیو هیوادونو لپاره یو ګواښ وباله.