ما یک پنس: امریکایان د ایرانیانو متحدین دي

د متحدو ایالاتو د جمهوری ریاست مرستیال مایک پنس پرون له امریکا غږ سره مرکه کې وویل دوی په ټینگه د ایران د خلکو د غوښتنو ملاتړ کوي.

دایران حکومت هغو ښارونو ته پولیس اوامنیتي قواوې لیږلې دي چې د حکومت خلاف پکې مظاهرې روانې دي. رپوټونه وايی تراوسه پورې ٢١ تنه په دغو مظاهرو کې وژل شویدي او تر ۴٠٠ نه زیات نیول شوي دي.

د متحدو ایالاتو د جمهوری ریاست مرستیال مایک پنس له امریکا غږ سره په یوه مرکه کې وویل د ایران خلک زموږ د حکومت بشپړ ملاتړ لري.

د متحدو ایالاتو د جمهوری ریاست مرستیال مایک پنس وايي: زما هیله او دوعا داده چی دایران خلک چې تعلیم یافته دي په دې پوه شي چې دامریکا حکومت او خلک ددوی طبیعی متحدین دي. موږ هیله من یوچی هغوی آزاده او دموکراتیکه آینده لاسته را وړي.

Your browser doesn’t support HTML5

مایک پنس: دایران سره اټومي معامله ناسمه وه

ښاغلي پنس د امریکا پخوانی رژیم په دې وغانده چې په دې کې پاتې راغلی و چې دایران د خلکو سره د ٢٠٠٩ کال د جنجالی انتخاباتو په تړاو مظاهرو کې خپل قوي ملاتړ څرگند کړي. هغه له ایران سره د اوباما د ادارې اټومي معامله هم وغندله .

د متحدو ایالاتو د جمهوری ریاست مرستیال مایک پنس وايي: واقعیت دادی چی دایران سره اټومي معامله ډیره ناسمه وه. نه یوازې داچی ایران ېې د اټومی وسلو دانکشاف نه ایسار نکړ، بلکه له تړون سره سم لس کاله وروسته اټومي وسلو ته انکشاف ورکولی شی.

دایران حکومت د مظاهرو پړه پر بهرنیو لاسوهنو اچوي. خو د ایران د چارو کتونکي وايي داخبره سمه نده.

هوشنگ امیر احمدی د روټگرز پوهنتون استاد وايي: د سړکونو پر سر مظاهره چیان خارجیان ندي، اجیران هم ندي. هغوی عام ایرانیا ن دی.

دایران خلک د رسمي ادارې فساد خلاف مبارزه کوي. له ډیرو کلونو راهیسې دایران اقتصاد په ښه توگه ندی سنبال شوی له همدې امله په ځوانانو کېبی کاري زیاته شوې او په ټولنه کې دژوند معیار زیانمن شویدی.

تحلیل کوونکی وايی د ملايی رژیم له خوانه د زور او قوت کارول د لنډ مهال لپاره خلک چوپ کولی شي، خو د انشي کولی چی دپخوا په څېر حالت ته دوام ورکړي.

ښاغلی هوشنگ امیر احمدی د روټگرز پوهنتون استاد وايي: اوس حالات بدل شوي دي. په تیرو ۴٠ کلونو کې دالومړی ځل دی چی دایران ټول خلک درژیم په مقابل کې دریږي.

هوشنگ امیر احمدي ز یاتو ي په ٢٠٠٩ کال کې په رژیم کې دننه ددو سیاسی ډلو ترمنځ مبارزه وه، خو اوس خلک درژیم په مقابل کې ولاړ دي. پکارده رژیم په ټینگه په دې غور وکړي.

په همدې ترڅ کې د ایران د مظاهرو په ملاتړ د کلیفورنیا د ایالت ایرانیانو مظاهرې وکړلې. د ډیرو ایرانیانو دایران د ملایانو رژیم نه خوښېږي. هغوی وايي په ا داری فساد ککړ او بې کفایته رژیم دی.

یو ایرانی چی په امریکا کې ا وسیږی وايي: خلک نورله دې حالت نه بیزاردي، ځکه د ایران ملایانو هرڅه وران ویجاړ کړي دي.

ایراني کډوال وايی د ایران رژیم ځپونکی اوظالمانه دی. علی یوایرانی امریکايي وايي: خلک په خاصه توگه ځوانان په غوسه دي چې عکس العمل څرگند کړي نو موږ اندېښمن یوچې هسې نه نورتشدد هم منځته راشي.

دامریکا چارواکیو د مظاهره چیانو خلاف د ایران درژیم اقدامات غندلي دي، خو یوشمیر ایرانیان فکر کوي چې پکارده امریکا په دې اړه له احتیاط نه کار واخلي.

د یواس سي پوهنتون استاد محمد سهیمي وايي: که امریکا په هره بڼه مداخله وکړي اویاداچې یوه ډله د بلې په وړاندې حمایه کړي نو د ایران سخت دریځي به دا د یوې پلمی په توگه د مْظاهره کوونکی خلاف استعمال کړی.

یو بل ایرانی امریکايي فرهاد بشارتي یوه ټریول ایجنسي یا د الوتکیو د ټکټونو د خرڅولو یو دفتر چلوي. هغه وايی موږ په ٢١ مه پیړۍ کې ژوند کوو، دازادئ غوښتنه خو دومره بده غوښتنه نده. حکومت ولې خپل خلک په دې خبره ووژني. دانصاف ندی.

زیات امریکايی ایران په دې باور دي چی پکارده حکومت د سوله ئیزو مظاهرو امنیت خوندي وساتي ا وخپله پکې مداخله ونکړي.

تاد خودادادي وايي خلک هڅه کوچی خپل حقوق ترلاسه کړي، دهمدې لپاره هغوی غږ پورته کړ، هیله هغه څه چې غواړي په سوله ئیز ډول ېې ترلاسه کړي.

د متحدو ایالاتو د جمهوري ریاست مرستیال مایک پنس وویل دایران د حکومت خلاف بندیزونه درژیم په برخه کې کامیاب دي چې دیوشمیرکارونو نه ېې ایسار کړي. د ولسمشر ټرمپ رژیم غواړي دایران پرخلاف د بندیزونو لگول له دې سره ونښلوي چی که ایران داټومی وسلو د لاسته راوړلو هڅې وکړي نو اقتصادي بندیزونه به بیرته پرې نافذ شي.