د متحده ایالاتو دفاع وزارت وایي چې اوکراین ته لږ شمیر قراردادیان استوي چې دې هیواد ته د واشنګټن لخوا د ورکړل شویو پرمختللو وسلو او نظامي تجهیزاتو د حفظ او مراقبت په چارو کې مرسته وکړي.
د پنټاګان یو چارواکي جمعه نومبر ۸ ( لړم ۱۸) ویلي چې دا امریکایي قراردادیان به د جنګي الوتکو او دفاعي سیستمونو په مراقبت کې مرسته وکړي چې متحده ایالاتو کیف ته ورکړیدي.
د دفاع وزارت دې چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دا قراردادیان به د جګړې لومړۍ کرښې څخه لیرې ځای پر ځای شي او د روسیې ځواکونو په خلاف به نه جنګیږي.
د ۲۰۲۲ میلادي کال د فبرروي میاشتې راهیسې چې روسیې په ګاونډي هیواد اوکراین یرغل کړی، واشنګټن دې هیواد ته څه د پاسه ۶۰ میلیارده ډالر په نظامي مرستو کې ورکړي چې اکثریت یې پرمختللې وسلې دي.
پنټاګان همدارنګه ویلي چې دا قراردادیان به د اوکراین وسله والو ځواکونو سره د متحده ایالاتو لخوا د ورکړل شویو نظامي تجهیزاتو په حفظ او مراقبت کې مرسته وکړي تر څو دا تجهیزات بیرته د جګړې لومړۍ کرښې ته په چټکه توګه واستول شوي.
وزارت ویلي چې اوکراین ته د قراردادیانو استولو پریکړه پدې هیواد کې د متوجه ګواښونو او خطراتو تر ارزیابۍ وروسته شویده.
دا مطلب هم ولولئ د لاوروف خبرداری: امریکا او مسکو د مخامخ جګړې 'په درشل کې' ديدې چارواکي وویل، " مونږ دا پریکړه ځکه وکړه چې ځیني تجهیزات چې امریکا اوکراین ته ورکړي، او یا به یې په راتلونکو میاشتو کې ورکړي لکه د ایف -۱۶ جنګي جیټ الوتکې او د پیټرایټ هوایي دفاع سیسټیمونه د حفظ او مراقبت لپاره تخنیکي کارپوهانو ته اړتیا لري".
متحده ایالاتو کیف ته د هوایي دفاع پرمختللو سیسټیمونو تر څنګ د HIMARS راکټ لانچرونه، په دقیقه هدف ویشتونکي توپونه، مهمات او داسې ټانکونه ورکړي چې د کیف ځواکونه یې د ساتنې لپاره روزنې ته اړتیا لري.
کیف تر اوسه دې پریکړې په هکله څه ندي ویلي او سره لدې چې امریکایي چارواکو په وار وار ویلي چې کیف ته به ځواکونه ونه لیږي خو دا لومړی ځل دی چې امریکایي قراردادیان دې هیواد ته ورځي.
د امریکا دا پریکړه ښایي د روسیې د غبرګون سره هم مخ شي. امریکا دا پریکړه داسې مهال کوي چې تازه مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ انتخابات وګټل او د کیف سره د امریکا د نظامي مرستو برخلیک څرګند ندی.