امریکايي کارپوه: خراسان ولایت له بغدادي سره ارتباط نه لري

پیټر برګن لومړنی خبریال و چې په ۱۹۹۷ کې له اسامه بن لادن سره مرکه وکړه

امریکایي لیکوال او خبریال، پیټر برګن وایې چې افغانستان کې میشت د داعش په نوم د "خراسان ولایت" ددغې ډلې په اصطلاح خلافت سره مستقیمه اړیکه نه لري.

برګن د ترهګرۍ په برخه کې له وتلو لیکوالانو څخه دی. نوموړی لومړنی خبریال و چې په ۱۹۹۷ کې د القاعده شبکې له پخواني رهبر، اسامه بن لادن سره مرکه وکړه.

د داعش له نظره خراسان ولایت کې افغانستان، پاکستان او "ورڅېرمه هېوادونه" شاملېږي.

برګن چې د سې شنبې په ورځ (اکټوبر ۱۸مه) په واشنګټن کې د جانز هاپکنز پوهنتون د نړیوالو مطالعاتو څانګې په نوښت يو آزاد بحث کې له امریکایي او پاکستاني محصلینو سره خبرې کولې، وویل چې افغانستان کې میشت داعش جنګیالي یواځې د داعش په نامه د بریدونو مسؤلیت اخلي.

هغه وویل چې د خراسان ولایت مشران د داعش له اصلي مشرانو سره چې په عراق او سوریې کې خپل خلافت اعلان کړی، ارتباط نه لري.

تیره اونۍ کابل کې د عاشورا په ورځ د سخي پر زیارت برید وشو چې سملاسي یې مسؤلیت داعش ډلې ومانه. پدغه برید کې اته لس تنه ووژل شول او شاوخوا پنځوس تنه نور ټپیان شول.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت خراسان ولایت د ترهګرو ډلو په لیست کې شامل کړی دی. امریکايي مقامات دغه ډله "آی اس آی ال – کې" یعني په عراق او شام کې د اسلامي دولت د خراسان ولایت څانګه یاده کړې ده.

امریکا کې کډوالي

برګن د کډوالۍ مسلې ته په اشارې متحدو ایالتونو ته د مسلمان مهاجرو راتګ خطرناک نه بولي او وایې چې دغه هېواد کې وروستي ترهګریز بریدونه د امریکا له داخلي ستونزو سرچینه اخلي.

نوموړي وویل: " د مهاجرو د بحثونو په اړه چې ډونالډ ټرمپ يې مطرح کوي، وایم چې کډوال له جهاد څخه په زیږنده ترهګریزو تاوتریخوالیو کې ښکیل نه دي."

پرهمدې حال متحده ایالات تر هغه څه د زیاتو کډوالو منلو ته تیاری ښودلې چې پخوا یې ژمنه کړې وه.

په روان کال کې د زرګونو مهاجرو سربیره،امریکايي مقاماتو ژمنه کړې راتلونکي ۲۰۱۷ کال کې له ټولې نړۍ شاوخوا سل زره کسان د کډوالو په توګه ومنل شي.