امریکا د افغانستان په اړه د مسکو پر غونډې غبرګون وښود

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وایې چې واشنګټن له هرې نړیوالې هڅې چې په افغانستان او سیمې کې د ثبات له ټینګښت سره مرسته وکړي، ملاتړ کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، جان کربي د یوه خبري کنفرانس پر مهال ټینګار وکړ چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ د پخلاینې له بهیر څخه ملاتړ کوي.

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې په مسکو کې د روسیې، پاکستان او چین د درې اړخیزې ناستې په پای کې دغو هیوادونو په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

دغې غونډې دارنګه د سولې د خبرو د پرمختګ لپاره، د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د بندیزونو له لست څخه د یو شمیر طالب چارواکو د نومونو د لرې کولو وړاندیز هم وکړ.

ښاغلي کربي که څه هم چې د مسکو د غونډې پر جزئیاتو خبرې ونه کړي خو یادونه ویې وکړه چې: "موږ د افغانانو په رهبري د بیاپخلاینې له بهیر څخه لکه پخوا خپل ملاتړ ته دوام ورکوو."

د حکمتیار برخلیک

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند له تورلېست څخه د اسلامي حزب د مشر، ګلبدین حکمتیار د نوم د اېستلو په تړاو د امریکا د دريځ په اړه تبصره ونه وکړه.

کربي د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمیتې سلامشورې محرمې وبللي او پدې اړه یې له خبرو کولو ډډه وکړه.

افغان حکومت د ۲۰۱۶ کال د سپټمبر په میاشت کې له حزب اسلامي سره د سولې تړون لاسلیک کړ او ورپسې یې د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه ددغه حزب د مشر د نوم پر اېستلو کار پیل کړ.

اوسمهال روسیې له تور لیست څخه د ګلبدین حکمتیار د نوم پر اېستلو ملاحظات لري او پدې برخه کې یې د ملګرو ملتونو پریکړه ځنډولې ده.