د امریکا کانګرس د حکومتي لګښتونو په ۱.۶ ټریلیون ډالرو بودجې توافق وکړ

د متحده ایالاتو د کانګرس دواړو ګوندونو یکشنبه جنوري اوومه (مرغومي ۱۷) د ۲۰۲۴ مالي کال لپاره د حکومتي لګښتونو په بودجې موافقه وکړه.

د جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو په دې اقدام سره د حکومت ځینې برخې په داسې حال کې له تړل کیدو څخه څه نا څه بچ شوې چې د همدې کال په پای کې د جمهوري ریاست انتخابات کیږي.
د استازو مجلس جمهوري غوښتونکي مشر مایک جانسن په کانګرس کې د دموکرات ګوند مشرانو سره د څو اوونیو پر له پسې مذاکراتو وروسته د یکشنبې په ورځ د حکومتي لګښتونو دا بودجه اعلان کړه.

جمهور رئیس جو بایډن چې د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو کې د دموکرات ګوند کاندید دی، په یوې اعلامیې کې د بودجې پر سر توافق ستایلی.

بایډن ویلي چې په دې اقدام سره نه یوازې په "بې ځایه" توګه د حکومت تړل کیدو مخنیوي ته یو ګام نږدي شوي یو، بلکې مهم ملي لومړیتوبونه هم خوندي شول".

خو سپینه ماڼۍ او کانګرس لا هم د لګښتونو بودجې په ځانګړتیاو نه دي سره سلا شوي او که د روانې جنوري میاشتې تر ۱۹ مې نیټې موافقې ته ونه رسیږي، د فدرالي حکومت ځینو ادارو د لګښتونو پیسې به خلاصې شي.

دا نوې معامله د هغه توافق په اساس شوې چې تیر کال د استازو مجلس پخواني مشر د سپینې ماڼۍ سره په ګډه ترتیب کړې وه. ویل کیږي چې پدې نوې معاملې کې د دفاع وزارت د لګښتونو لپاره ۸۸۶.۳ میلیارد ډالر بیل شوي، په داسې حال کې چې دموکراتانو د غیر دفاعي لګښتونو لپاره ۱۰۰ میلیارد ډالر غوښتي و.

د سنا په مجلس کې د اکثریت ګوند مشر سناتور چک شومر او د استازو په مجلس کې د دموکرات ګوند مشر حکیم جیفریز په ګډې اعلامیې کې ویلي چې د ۷۷۲.۷ ملیارد ډالرو غیر دفاعي آزادې بودجې په تر لاسه کولو سره به وکړای شي په هیواد کې دننه ځیني مهم پروګرامونه خوندي کړي.

د سابقه لرونکو پوځیانو سره مرستې، روغتیایي خدمات او د خواړو مرستې هغه پروګرامونه دي چې دموکراتان وایي پدې پیسو به برابرېږي او د هغوی په قول په کانګرس کې ښي اړخو سخت دریزو یې د کموالي غوښتنه کوله.