د امریکا د ګلف لوبې په ټولنه کې د سعودي عربستان د پانګونې په اړه کانګرس اندېښنه ښودلې

سعودي‌عربستان پتېیلې ده چې په امریکا کې د ګلف د لوبې په برخه کې لږ تر لږه یو میلیارد ډالر پانګونه وکړي خو د متحده ایالاتو د کانګرس غړو په دې اړه اندېښنه ښودلې ده.

کانګرس د سه شنبې په ورځ جولای ۱۱ (چنګاښ ۲۰) په یوې استماعیه غونډې کې د ګلف په لوبه کې د سعودي عربستان له خوا د تمویلېدونکې "LIV GOLF" او د امریکا د "PGA TOUR" د دوو ټولنو د یوځای کېدو د وړاندیز په اړه وویل چې دا کار به د امریکا د ورزش په برخه کې سعودي عربستان ته پراخ رول ورکړي.

د کانګرس یو شمېر غړو اندېښنه وښودله چې د سعودي عربستان د عامه پانګې اچونې دا اقدام به ښايي په امریکا کې د ورزشکارانو ازادي په کلکه محدوده کړي.

دموکرات سناتور ریچارډ بلومنټال د PGA ټور لوبغاړو ته په اشارې وویل: "دوی زموږ د ارزښتونو استازیتوب کوي او هغه بنسټونه چې نن یې په اړه مونږ اندیښمن یو، هغه زموږ د ملي ګټو لپاره حیاتي دي. که یې یو ظالم بهرنی رژیم نیسي نو دا به یقیناً زموږ د ملي امنیت مسئله وي."

د سپتمبر ۱۱ د ترهګریز بریدونو د قربانیانو کورنۍ او د بشري حقونو فعالان چې د خبریال جمال خاشقجي د وژنې په اعتراض کې مظاهرې کوي، هم ادعا کوي چې سعودي عربستان د خپل انځور د ښه ښودلو دپاره له ورزش څخه استفاده کوي.

د بنسټپالنې کارپوه بین فریمن امریکاغږ ته وویل چې سعودي عربستان د خپل تصویر په اړه د خلکو د فکر بدلول غواړي او د دې دپاره لوبې او ورزش یوه مخ پر وده او پیاوړې وسیله ده.

هغه زیاته کړه: "دوی هڅه کوي چې کله امریکایان د سعودي عربستان په اړه فکر کوي نو د جمال خاشقجي د وحشیانه وژلو په اړه نه بلکې د ګلف د لوبې په اړه فکر وکړي... دوی غواړي چې ستاسو پام مسلکي فوټبال ته واړوي یا یې هنر ته واړوي."

خو د PGA ټور استازو د کانګرس غړو ته وویل چې دا معامله د "LIV Golf" لپاره یو غوره انتخاب و.

د پي جي اې ټور بورډ غړی جیمي ډن وايي: "زما وېره دا ده چې که موږ یوه موافقه ونکړه نو هغوی لا د مخه په ګلف کې میلیاردونه ډالر پانګونه کړې ده. د هغوی سره د مدیریت یوه ډله ده چې زموږ دپاره ستونزې ایجادولی شي."

د PGA چارواکو کانګرس ته ډاډ ورکړ چې د ټولنې کنټرول به د لاسه نه ورکوي. د پي جي اې یو چارواکي ران پرایس وویل، د دې موافقې په چوکاټ کې ډاډ ورکړل شوی چې د ګلف ټولنه به په اساسي ډول د پخوا په څېر فعالیت کوي.

که چیرته پي جي اې ټور د سعودي عربستان سره دا معامله وکړي او د کانګرس غړي اندیښمن وي نو کانګرس کولای شي ددې ټولنې د مالیې معافیت لغوه کړي او په اړه یې د احتمالي قانوني سرغړونو څېړنې پیل کړي.