امریکايي قانون جوړونکي د ایران په مسله د نظر اختلاف لري

د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکارانو د امریکا قانون جوړونکو ته ویلي له ایران سره د تاوتریخوالو د ډیریدو علت د هغه هیواد د ۴۰ کلنو یرغلیزو اعمالو نتیجه ده.

د کانګرس یو شمیر غړي وايي امریکايي مقاماتو هڅه وکړه څو قانون جوړونکو ته قناعت ورکړي چې د امریکا حکومت پر ایران د برید هدف نلري بلکې یوازې غواړي ددې هیواد د یرغلیزو اعمالو مخه ونیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د لوی درستیزانو د کمیټې مشر جنرال جوزف ډانفورډ او د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شانهان د (مې په ۲۱) نیټه قانون جوړونکو ته له ایران سرد وروستیو تاوتریخوالو د زیاتیدو په اړه معلومات ورکړل.

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شاناهن مجلس ته د تلو پرمهال یو شمیر خبریالانو ته وویل:" نغواړو چې تشنج زیات شي. هدف مو د جگړې مخنیوی دی. موږ د جګړې پیلول نه غواړو. دا په منځني ختیځ کې زموږ د ګټو د ساتنې هڅه ده او هلته د خپلو ماموریتونو سرته رسول دي."

خو د امریکا د کانګرس یو شمیر قانون جوړونکي د حکومت په دلایلو قانع ندي او په منځني ختیځ کې په ډیر احتیاط د لاس د اوږدولو غوښتنه کوي.

خپلواک سناتور برني سندرز وايي" زه ډیر اندیښمن یم چې موږ کولای شو په عمدي او یا غیر عمدي توگه، داسې وضعیت رامنځ ته کړو چې له امله یې جګړه وشي. اجازه راکړئ تاسې ته ووایم، کله چې دا کار کوئ، تاسې د داسې جګړې په اړه غږیږئ چې ډیره اوږده به وي."

دیموکراتان وايي دا دریځ د سیاست پورې نه بلکې پالیسیو پورې تړلی دی. د وسله والو خدمتونو د کمیټې مشر ادم سمیت وویل:" د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو یو ډیر اوږد سیاسي استدلال وکړ. هغه د ایران د ناوړه اعمالو په اړه وغږید او شاوخوا لس دقیقې یې تیرې کړې ، تر هغه چې ما مداخله وکړه ، ټولو ورته وویل، چې هو، موږ په دې پوهیږو چې ایران ډېر بد دی. خو ستاسې پالیسي څه ده؟))

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي په فارس خلیج کې د تیلو پر ټانکرونو او د سعودي عربستان پر پایپ لاین وروستي بریدونه ممکن ایران کړي وي. هغه زیاته کړه که دا ډول اعمال دوام وکړي ولسمشر د اقدام لار پرانیستې پریښې ده.

د ایران او امریکا ترمنځ په دې وروستیو کې د تاوتریخوالو په زیاتیدو سره واشنګټن په منځني ختیځ کې خپل نظامي حضور ډیر کړی دی. جنګي بیړۍ ، بم غورځونکي الوتکې سیمې ته رسیدلي او نور ترتیبات هم نیول شوي دي.