د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه د عراق له تاجي اډې وځي 

د عراق تاجي پوځي اډه

د امریکا د متحده ایالاتو په مشرۍ نړیوال ځواکونه نن د یکشنبې په ورځ اګست ۲۳ (وږي ۲) د عراق د تاجي پوځي اډې څخه په وتلو پیل کړی او امنیتي چارې عراقي ځواکونو ته سپاري.

د تاجي پوځي اډه د بغداد په شمال کې په۲۰ کیلومترۍ کې ده چې په وروستیو میاشتو کې د ایران پلوه ملیشو له خوا پدې اډه کې پر میشتو امریکایي او ایتلافي ځواکونو باندې په پرله پسې توکه راکټي بریونه شوي دي.

نړیوالو ایتلافي ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویلي چې: «د ایتلافي ځواکونو د پوځیانو دغه حرکت د عراق د حکومت سره په همغږۍ د پراخ پلان یوه برخه ده.»

اعلامیه زیاتوي چې د تاجې اډه کې پخوا د ایتلافي ځواکونو شاوخوا ۲۰۰۰ پوځیان دیره وو چې اکثر یې په روان دوبي کې له دې ځایه تللي دي او پاته یو شمیر پوځیان به په څو راتلونکو ورځو کې په بشپړه توګه له دې اډې ووځي.

ایتلافي ځواکونو دا هم ویلي چې دا د عراق د پوځ پورې مربوطه اډه ده او بیرته عراقي لورې ته سپارل کیږي.

امریکایي او ایتلافي ځواکونه له هغه څو ورځې وروسته له دغې اډې وځي چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د عراق نه د پاتې امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه خپله ژمنه بیا بیا تکرار کړه.

په عراق کې د امریکا متحده ایالاتو شاوخوا ۵۰۰۰ سرتري او د ایتلافي ځواکونو ۲۵۰۰ سرتیري دیره وو.

د عراق پارلمان په روان کال کې ددې هیواد نه د امریکایي او بهرنیو ځواکونو د وتلو په هکله رایه ورکړه چې په همدې اساس امریکایي او ایتلافي ځواکونه په تدریجي توګه له دې هیواد نه وځي.

د عراق پارلمان وروسته له هغې دغه پریکړه وکړه چې د امریکایي ځواکونو په یو برید کې د ایران د سپاه پاسداران قوماندان جنرال قاسم سلیماني او د عراقي ملیشه ډلې مشر ابو مهدي المهندس ووژل شول.